شاته

رپورټ: د ایران نه تلونکي افغانان خپل وطن کې کرونا وایرس خپرولی شي

په ایران کې د کرونا وایرس له امله د بې روزګاره کېدو وروسته ۲۰ کلن مهدي نوري خپل وطن افغانستان ته د بېرته تګ فیصله وکړه.

ایران د دنیا په هغه هېوادونو کې شامل دی چې د کرونا وایرس کېسونه پکې په لویه شمېره کې رپورټ شوي دي او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په نژدې ورځو کې تر ۲۰۰۰۰۰ افغانان خپل داسې وطن ته ستانه شوي دي چې د تېرو څو لسیزو راهسې جنګونو ځپلی او د صحت د خېرښیګړې نظام یې د کرونا وایرس د حالاتو سره د مخامخ کېدو صلاحیت نه لري.

مهدي نوري ای پي ته وویل ایران نه د ستنېدو په مهال مېرمنې او ماشومان په ګڼه شمېره کې په پوله جمع شوي وو او هغه ویرېدو چې خلک په سرحد دغه ګڼه ګوڼه کې هم دغه وایرس وهلی شي.

ای پي وايي په داسې حال کې چې افغانان په لویه شمېره کې بغیر د څارنې او معاینې خپلو، کلیو او ښارونو ته ستنیږي، د کرونا وایرس د خپرېدو په لړ کې افغانستان دپاره لوې مشکل راپیدا کولی شي.

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې تر اوسه پورې د کرونا وایرس ۲۷۳ کېسونه رپورټ شوي دي چې ۲۱۰ کسان پکې د ایران نه ستانه شوي وو.

د افغانستان د صحت وزیر فیروز الدین فیروز ویلي په افغانستان کې کرونا وایرس د ایران نه ستانه شویو افغانانو د لارې خپور شوی او که چېرې په افغانستان کې د کرونا مرض زیاتېږي نو حالات به د قابو نه بهر شي.

افغان چارواکي تشویش څرګندوي چې ایران به په ملک کې موجود هغه یو مېلین افغانان ستانه کړي چې په ایران کې په غیر قانوني توګه مېشته دي.

ایران د افغانستان سره خپله پوله تړلې ته او افغانستان ته په ملک کې د داخلېدو اجازت نه ورکوي.

په ایران کې د کرونا وایرس نه ۳۶۰۰ کسان مړه شوي او د وایرس ۵۸۰۰۰ کېسونه یې رپورټ کړي دي.

انټرنېشنل ارګنایزېشن اف مایګرېشن ویلي تر اوسه پورې ۱۹۸۰۰۰ افغانان د ایران نه وطن ته تللي دي چې ۱۴۵۰۰۰ پکې یوازې د مارچ په میاشت کې بیرته تللي وو. په دغه مهال په قریبا د ورځې ۱۵۰۰۰ افغانان ستنېدل، دا خبره د ستنېدوونکو کډوالو وزیر سید حسین علیمي بلخي کوي. هغه وايي دغه بهیر څه لږ کم شوی دی.

د ای پي د رپورټ ترمخه، ايي او اېم چې د کډوالو د خېر ښېګړې دپاره کار کوي، ستنېدونکو افغانانو ته خېمې، کمبلې او ځینو ته د لارې د کرايي دپاره پېسې ورکوي خو افغان حکومت او نه امدادي ادارې دومره صلاحیت لري چې د هر ستنېدونکي افغان طبي معاینه وکړي او یا یې د ایران سره د هرات په پوله قرنطین کړي..

ای پي وايي د مهدي نوري قیصه د نورو بیرته ستنېدونکو افغانانو د حال عکاسي کوي. هغه سکول پرېښودی وو او د ایران به مرکزي ښار اصفهان کې یې په یوه کارخانه کې کار کوولو او د میاشتې به یې خپلې کورنۍ ته ۱۸۰ ډالرې لیږلې. خو چې د اصفهان کارخانه بنده شوه نو هغه بې روزګاره شو. کوښښ یې وکړو چې په ایران کې ځان معاینه وکړي خو چونکه هغه افغان مهاجر و نو ترجیح ورنکړی شوه او ټېسټ یې وه نشو.

مهدي نوري وايي هرات نه کابل ته لاره په بسونو کې به ورته خلک غصه وو چې هغه د ایران نه راغلی او اوس په افغانستان کې خلک وژني.

مهدي نوري چې په کابل کې کور ته ورسېدو نو ځان یې قرنطین کړو او څو ورځې وروسته یې د کورنۍ غړو سره ولیدل.