شاته

غني د مالیې وزارت د تجزیې فرمان لغوه کړ

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او نوماند عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ د مارچ په شپږمه (وري ۱۸) خبریالانو ته وویل چې د جمهور رئيس غني د تازه فرمان په اساس د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.

ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه: "فعلاً هیڅ کومه ستونزه نشته، د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د مالی وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي، هیڅ بل ارګان به مداخله ونکړي".

د افغانستان جمهور رئيس شاوخوا درې اونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ.

د ښاغلي ارغندیوال پر وینا د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو په اساس صادر شوی وو.

د مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه چې جمهور رئیس غني د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل.

د جمهور رئیس غني د پخواني فرمان په اساس د مالیې وازت څخه بېلې شوې ادارې خپلواکې وې او د خپلو چارو په اړه یې یوازې جمهوري ریاست ته ځواب ورکوه، چې دې مسلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یو راپور کې د افغانستان د مالیې وزارت له جوړښت څخه د ادارو بیلول د دغه وزارت له نظره غورځول وبلل.

دغه انسټیټیوټ ویلي "چې تر اوسه په بشپړه توګه څرګنده نه ده چې د مالیې له وزارت څخه د دغو ادارو بیلول او د جمهور رئيس او د هغه د دفتر مستقیمه مداخله به څه ډول د بودجې او مالي چارو د شفافیت او سم مدیریت لامل شي".

د امریکا د سولې انسټیټیوټ اندېښنه ښودلې چې د افغان حکومت دا اقدام به د مالي چارو د سیاسي کېدو، د حساب ورکولو د بهیر د کمزوري کېدو او د اداري فساد د ګواښونو د زیاتېدو لامل شي.