شاته

خېبرپښتونخوا کې په ۳۳ نورو کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي، د مړو شمېره ۱۶ ته ورسېده

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په تېر ۲۴ ساعتونو کې نور ۳۳ کسان د کرونا په وايرس اخته شوي او دوه تنه ترې مړه شوي دي، چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۶ ته رسېدلې ده.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا د پينځم اپرېل د کرونا وايرس په اړه تازه شمېرې په ټويټر خپرې کړي دي.

د شمېرو ترمخه په ۳۳ کسانو کې د کرونا وايرس د پخلي سره په صوبه کې د کرونا وهلو ټولو شمېره ۴۰۵ ته رسېدلې ده او تراوسه پورې په صوبه کې ۶۲ کسان د دغه وايرس نه ښه شوي هم دي.

جګړا ويلي په تېر ۲۴ ساعتونو کې دوه تور تنه په صوبه کې د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

په تازه شمېرو کې ويل شوي په صوبه کې تراوسه پورې د کرونا وايرس مالومولو دپاره د ۲۸۸۲ کسان ټېسټونه شوي چې پکې په ۴۰۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی، د د ۱۲۷۳ کسانو د ټېسټ نتيجې لا نه دي راغلي او د ۱۲۰۴ ټېسټونه منفي راغلي دي.

ويل شوي په کومو کسانو کې چې د کرونا وايرس پخلی شوی په دوی کې ۳۴۰ د صوبې خپل دننه او ۶۵ د بهر نه راتلونکي يا بيرته ستندېدونکي دي.

د خېبرپښتونخوا په ټولو ۳۴ ضلعو کې په ۲۸ کې د کرونا وايرس پېښې مالومې شوي چې پکې تر ټولو زیاتې پېښې په مردان او پېښور کې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېرې ۳۲۷۷ ته رسېدلي او ۵۰ تنه ترې مړه شوي دي.