شاته

ټرمپ: دا اوونۍ ښايي د کرونا ویروس له امله ډېر امریکایان ومري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې په هېواد کې به‌یې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شمېر لا پسې زیات شي.

هغه ویلي امریکایان د کرونا ویروس د ناورین پر مهال خپلې تر ټولو سختې اوونۍ ته داخلېږي.

په امریکا کې د وروستیو شمېرو له مخې کرونا ویروس څه باندې درې لکه او ۳۱ زره کسان نیولي او له ډلې یې نږدې نهه نیم زره کسان مړه شوي.

د اروپايي کمېسیون رئیسې اورزلا فن دېر لاین د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په اروپا کې د یوه لوی مالي پلان یا مارشال پلان غوښتنه کړې ده.

امریکا او اروپايي ټولنې مشران داسې وخت د کرونا ویروس د ګواښونو په اړه اندېښمن دي چې دا ویروس په چټکۍ په پراخېدو دی او څه باندې دولس نیم لکه کسان‌یې نیولي دي.

امریکا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کس د لېږدولو پر مهال.
امریکا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کس د لېږدولو پر مهال.

دغه ویروس ۶۹ زره خلک مړه کړي او دوه لکه او ۶۰ زره نور کسان بېرته روغ شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې دا اوونۍ به له بده بخته ډېر زیات کسان ومري.

هغه زیاته کړه: "دا اوونۍ به احتمالآً تر ټولو سخته اوونۍ وي، متأسفانه ډېر کسان به ومري، که مو د کرونا ویروس په وړاندې د اقداماتو بسته نه‌وی لرلې د قربانیانو شمېر ښايي تر دې هم ډېر زیات وی، خو بیا به هم قربانیان ولرو."

ښاغلي ټرمپ وویل چې نیویارک او لویزیانا ایالتونه به تر ټولو زیات زیانمن وي.

ټرمپ زیاته کړه چې چارواکي د امریکایانو د ساتلو لپاره زیاته هڅه کوي او پوځ زیات شمېر روغتیاپالان مؤظفوي څو له خطر سره مخ ایالتونو کې مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په کورونو کې د پاتې کېدو امر د اپرېل تر ۳۰مې غځولی، خو ترڅنګ‌یې هیله کړې چې ژر یې وخت راشي چې خلک بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

اخوا په اروپا کې چې په ګرده نړۍ کې یې زیات د کرونا ویروس له لاسه قرباني ورکړې له دې ویروس سره د مبارزې لپاره د یوه لوی مالي پلان د جوړولو هڅې کېږي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا فن دېر لاین ویلي چې غواړي اروپا یو لوی مالي پلان ترتیب کړي.

اورزلا فن دېر لاین
اورزلا فن دېر لاین

د هغې په خبره له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کوم میلیاردونه ډالره چې اوس وخت مصرفېږي راتلونکي نسلونه سره غوټه کوي.

په داسې حال کې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پیسو په لګولو باندې اروپايي دولتونه د نظر توپیرونه لري، مېرمن فن دېر لاین استدلال راوړی چې په دې برخه باندې ښه پانګونه به د دغه نوي کړکېچ پر مهال په اروپا کې د یووالي حس رامنځته کړي.

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه د شاوخوا ۶۹ زره کسانو له ډلې څه باندې ۴۲ زره خلک‌یې د اروپايي هېوادونو اوسېدونکي و.

ایټالیا، اسپانیا او فرانسه په ترتیب د کرونا ویروس له لاسه په اروپا کې ډېرې قربانۍ ورکړي.

له دې سره سره په ایټالیا او اسپانیا کې چارواکو د تازه پېښو د کموالي خبره کړې ده.