شاته

امریکایي چارواکي: دا هفته به د 11/9 حملې غوندې غمجنه او ویرجنه وي

په امریکا کې د صحت جګپوړو چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په دې هفته کې به په امریکا کې د کرونا وایرس له وجې د مرګونو شمېر په حېرانوونکې توګه پورته لاړه شي.

د امریکا د صحت په چارو کې تر ټولو ستر چارواکي یا سرجن جنرل جیرومې آډمز فاکس نیوز ته وویل: "په سپینه یې ووایم، دا به د اکثرو امریکاییانو په ژوند کې تر ټولو سخته او غمجنه هفته وي. دا به زمونږ د پېرل هاربر غوندې، د 9/11 غوندې شېبې وي، خو فرق به دا وي چې په یو ځای کې به نه وي بلکې په ټوله امریکا کې به خور مصیبت وي."

د امریکا د عفونتي امراضو د وفاقي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي بیا د سي بي اېس ټي وي سره مرکه کې وویل: "دا به یوه بده هفته وي. دا به ځینو ته ډېره حیرانوونکې هفته وي."

د اتوار/یکشنبې تر ماسپښینه، په امریکا کې د کرونا وایرس له وجې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۱۰۰ نه واوړېد او په دې مرض د اخته کسانو ټول شمېر هم شاوخوا ۳۲۴۰۰۰ ګڼل شوی دی. چارواکو پېشګویي کړې ده چې په نهایت کې به د یو لاکهو نه واخله تر دوه لاکهه و څلوېښت زره کسان کېدی شي په امریکا کې د دې وایرس له وجې مړه شي.

صدر ټرمپ اکثره ویلي چې هغه باور لري د کرونا وایرس مریضانو ته د ملېریا ضد دارو (هایډروکسي کلوروکوېن) ورکول به حالات ډېر بدل کړي او ښه نتیجه به ولري، مګر د کرونا وایرس مرض باندې د دې دارو اثر تر اوسه په علمي بنیاد ندی ثابت شوی.

په امریکا کې د کرونا وایرس د خورېدو ماډلونه چې تر اوسه پوهانو جوړ کړي، هغه ښیي چې د دې مرض له امله به په آینده اوو یا نهو ورځو کې، د مرګونو شمېر یو دم زیات شي.

ډاکټر فاوچي وایي: "زه نشم ویلی چې دا آفت مو تر کنټرول لاندې راوستی. مونږ کوشش کوو چې تر کنټرول لاندې یې راولو."

د امریکا د عفونتي امراضو د وفاقي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي
د امریکا د عفونتي امراضو د وفاقي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ۴۱ ریاستونو یا ایالتونو کې چې د امریکا د ۳۲۷ میلینه آباتۍ څه باندې ۹۰ فیصده په دې ریاستونو کې ژوند کوي، خلکو ته امر شوی چې که ډېر ضروري کارونه ونلري، نو پخپلو کورونو کې دې پاته شي.

ډاکټر فاوچي زیاته کړې چې د مرګونو د شمېرې په زیاتېدو سره، پس له اتو یا نهو ورځو، دوی امیدوار دي چې د کرونا وایرس د تایید شویو کېسونو په شمېرو کې ثبات وویني او پس له هغه بیا په کې کمی راشي.

د امریکا د صحت چارواکي دا هم وایي چې که څه هم اوس او په آینده ورځو کې به حالات بدتره شي، خو امریکا د کرونا وایرس د ټېسټونو په زیاتولو او د خلکو په کور کېنولو سره ګټور ګامونه اوچت کړي چې که دا یې نه و کړي، نو اوس به حالات تر دې هم ډېر خراب وای.