شاته

حنیف اتمر: افغانستان به خپل نوی خارجي سیاست اعلان کړي

د افغانستان د خارجه چارو نوی نګران وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې په آینده ورځو یا هفتو کې به د افغانستان نوی خارجي سیاست، د کابینې له منظورۍ نه پس، اعلان شي.

محمد حنیف اتمر چې د ولسمشر غني له خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید او نګران وزیر ټاکل شوی، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې پخپل کار پیل وکړ او په اوله ورځ یې په خارجه وزارت کې پخپله وینا کې وویل چې اوس مهال د افغانستان د سولې په حواله د سیمې د ملکونو او نړېواله اجماع (توافق نظر) نشته، او هغه به هڅه وکړي چې دا اجماع رامنځته کړي.

ښاغلي اتمر وویل چې په آینده هفتو کې به د افغانستان د خارجي سیاست بنیادي اصول برابر کړي او د تصویب دپاره به یې کابینې ته وړاندې کړي. د هغه په وینا، د افغانستان په نوي خارجي سیاست کې به امن او د جمهوري نظام ساتل، لومړیتوب ولري.

هغه زیاته کړه چې په تېرو هفتو کې یې په دې اړه له ولسمشر غني سره خبرې کړي او دواړه په توافق هم رسیدلي دي.

د افغانستان د خارجه چارو نوي نګران وزیر وویل: "مونږ امن غواړو او د افغانستان د نظام ساتنه. په سیمه کې پر دې دوو مسئلو اجماع نشته. زمونږ د وطن ډېپلوماسۍ ته یو نوی چلېنج راپیدا شوی دی او هغه دا چې مونږ په سیمه کې دا اجماع رامنځته کړو."

حنیف اتمر د اتوار/یکشنبې په ورځ د افغانستان د خارجه وزارت له کارکوونکو سره په خپله اولنۍ لیدنه کې د افغانستان د امن او د نظام په اړه په سیمه کې د ملکونو ترمنځ د توافق نظر یا اجماع د نشتون دلیل دا وګڼه چې د سیمې ملکونه، ګني د افغانستان او د افغانستان د ګټو په اړه سم پوه ندي، او همداسې افغانستان هم د سیمې د ګټو په هکله پوره پوه شوی ندی، خو کیدی شي چې دا حالت بدل کړی شي.

په دې غونډه کې چې د خارجه وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه، پخواني نګران وزیر او د خارجه وزارت نایب، هارون چخانسوري وویل چې د ښاغلي اتمر په ټاکل کېدو به اوس د افغانستان د ډېپلوماسۍ نظام، "بېرته هغه خپل پخوانی وقار تر لاسه کړي".

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، صلاح الدین رباني و چې له صدر غني سره سیاسي اختلافات ډېر و، او کله کله یې په خارجي چارو کې لا د افغان حکومت د پالیسۍ خلاف بیانونه ورکول.

له ډاکټر عبدالله څخه د اتمر غوښتنه

که څه هم د افغانستان د خارجه چارو نوي نګران وزیر محمد حنیف اتمر د اتوار په ورځ خپلې وینا کې د ډاکټر عبدالله نوم وانخېست، مګر په اشاره یې وویل چې هغه دې نور د انتخاباتو د نتایجو پر سر لانجې نه کوي او د نظام ملاتړ دې وکړي.

عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، او محمد اشرف غني درې واړو ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي و
عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، او محمد اشرف غني درې واړو ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي و

ښاغلي اتمر وویل: "انتخابات ختم شول، او د قانون پر اساس، انتخاباتو خپله نتیجه ورکړه. هغه ادارې چې د قانون له مخې د انتخاباتو ذمه وارې وې، هغو نتیجه اعلانه کړه. دا نتیجه ځینو ته د خوښې وه او ځینو ته د خوښې نه وه. خو قانون، قانون دی. همدا انتخاباتي کمیسیونونه، مونږ کاندیدانو ټاکلي و. چې پر هغو مو اعتماد وکړ او رایه مو ورکړه، اوس د قانون پر بنیاد په کار ده چې فېصله یې هم ومنو."

یاده دي وي چې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو نتیجه تر اوسه پخواني اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نده منلې او پخپل سر یې ځان صدر یا ولسمشر اعلان کړی دی. اوس مهال د صدر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ خبرې روانې دي خو کومه نتیجه یې نده اعلان شوې.

ویل کیږي چې ډاکټر عبدالله د انتخاباتو د نتایجو باطل کېدل غوښتي، خو ولسمشر غني ټینګار کوي چې د انتخاباتو نتایج دې پر ځای وي او په حکومت کې به د ډاکټر عبدالله ډلې ته ځای ورکړل شي.

په همدې حال کې حنیف اتمر وایي: "اوس دا وخت رارسېدلی چې که مو د انتخاباتو نتیجه خوښیږي او که مو نه خوښیږي، قانون ته احترام وکړو او د وطن په دې نازکو حالاتو کې بیا هم خپلې ملي (قامي) ګټې مخې ته کیږدو."

حنیف اتمر قریب درې کاله د افغانستان د ملی امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار پاته شو، خو وروسته یې له ولسمشر غني سره اختلافات راغلل او مستعفي شو. هغه وروسته بیا په صدارتي انتخاباتو کې ځان د غني په مقابل کې کاندید کړ، خو ټیم یې له انتخاباتو مخکې وپاشل شو.

اتمر له سیاسي اړخه ځان ته پلویان لري او د افغانستان په سیاسي مسایلو کې یو اثررسوخ لرونکی شخص ګڼل کیږي.

اتمر د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته، د حامد کرزي په کابینو کې هم وخت ناوخت د مهمو وزارتونو ‌ذمه وار پاته شوی او د ولسمشر غني په اول ځل انتخابېدو وروسته یې، د قامي سلامتیا د مشیر په حیث له امریکا سره د امنیتي همکاریو تړون یا بي اېس اې هم امضا کړ.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.