شاته

د کرونا ویروس عمده اصطلاحات کوم دي؟

د کرونا ویروس یا 'کوویډ-۱۹' د عمده اصطلاحاتو نوم‌لړ.

  • 'کوویډ-۱۹'

د هغې ویروسي ناروغۍ نوم دی چې د نړۍ زیاتو برخو ته رسېدلې ده.

د کرونا ویروس د کورنۍ یوه بڼه د دې ناروغۍ یو علت ګڼل کېږي.

دغه ویروس په تېره ډسمبر میاشت کې د چین د هوبې ولایت له مرکز ووهان ښار څخه نورې نړۍ ته خپور شو.

  • کرونا ویروس

د ویروسونو هغه کورنۍ ده چې د 'میرس-کوو' په ګډون بېلابېل ډولونه لري چې د تنفسي ستونزو سبب کېږي، دغه‌راز 'سارس-کوو' چې په انسان کې د سختو تنفسي ستونزو باعث کېږي.

  • سارس کوو-۲

د هغه ویروس علمي نوم دی چې د 'کوویډ-۱۹' د رامنځته کېدو سبب کېږي او د کرونا ویروس-۲ د سختو تنفسي ستونزو د نښې اختصار ګڼل کېږي.

  • فزیکي یا ټولنیزه فاصله

هغه اقدامات دي چې د عفونت د مخنیوي لپاره، له کوره دباندې د خلکو ارتباطاتو د محدودولو لپاره کېږي، دا اقدامات هغو کسانو ته هم په‌کار دي چې د ناروغۍ نښې نه په‌کې ښکاري.

د روغتیا نړیوال سازمان لارښوونه کوي چې خلک باید له یو بله لږ تر لږه دوه متره فاصله ولري.

دغه سازمان د ټولنیزې فاصلې پر ځای د جسمي فاصلې اصطلاح کاروي.

دا یو څه دقیقه اصطلاح ده او پر دې دلالت نه‌کوي چې ټولنې هم باید له یو بل جلا شي.

  • ځاني انزوا، یا ځان منزوي کول

د جسمي فاصلې شدیدتره بڼه ده او معمولاً هغو کسانو ته دا اصطلاح کارول کېږي چې ځانونه د احتیاط لپاره له نورو خلکو جلا یا منزوي کوي.

ځکه دوی د خلکو په هغې ډلې پورې تړلي دي چې له لوړ خطر سره مخامخ دي.

دا اصطلاح ښایي هغو کسانو ته هم وکارول شي چې ځان په خپله له نورو خلکو جلا کوي، ځکه دوی له هغو کسانو سره په تماس کې وو چې طبي ازموینه‌یې مثبته وه.

دوی باید ۱۴ ورځې صبر وکړي چې ډاډه شي په کرونا ویروس اخته نه‌دي.

  • رخصتي

د چارواکو جبري سپارښتنې ته وايي چې د یوه ښار، ښارګوټي یا سیمې خلکو ته‌یې کوي، څو د یوې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر کورونو پاتې شي.

په امریکا کې دغې سپارښتنې ته پر کور کېناستل هم وايي.

  • قرنطین

د انزوا یا جلاوالي تر ټولو جدي حالت ته وايي، په یوې ناروغۍ اخته کس د ټولنې له نورو کسانو د چارواکو په سپارښتنه جلا ساتل کېږي.

د هغو کسانو احتیاطي جلاوالي ته هم ممکن دا اصطلاح وکارول شي چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ نه‌دي.

  • د خوندیتوب شخصي وسایل

ډاکتران او روغتیاپالان وخت ناوخت په کرونا ویروس د مخنیوي د احتیاطي تدابیرو په توګه له دغو وسایلو کار اخلي، لکه د جراحۍ ماسکونه، تنفسي ماسکونه، د مخ پټولو لپاره ټوټې، دستکشې او نور ټوکران چې پر ملا تړل بندېږي.

  • تنفسي ماسک

هغه محافظتي وسیله ده چې د انسان مخ او سر پورې اغوستل کېږي او لږ تر لږه پزه او خوله پوښي.

د روغتيايي څارنې په څانګو کې له تنفسي ماسکونو د تنفس له لارې په میکروبي ناروغۍ د نه‌اخته کېدو لپاره کار اخیستل کېږي.

په نورو مواردو کې، له تنفسي ماسکونو په هوا کې له مضره ذرو یا ګازونو د خوندیتوب لپاره ګټه اخیستل کېږي.

  • د مصنوعي تنفس وسیله

په روغتونونو کې دغه وسیله د ناروغ سږو یا ششونو ته د اکسیجن د رسولو لپاره کارول کېږي.

دغه وسیله د مخ د ماسکونو له لارې هغو ناروغانو ته چې خفیفه میکروبي ناروغۍ لري، هوا انتقالوي.

هغو ناروغانو ته چې روغتيايي وضعیت‌یې سخت دی، د پایپ له لارې چې د ناروغ له تنفسي لارې سره نښلول کېږي، لازم اکسیجن لېږدوي.

مصنوعي تنفس د بدن د خوندیتوب سیستم ته فرصت ورکوي چې د ویروس د نابودۍ لپاره فعالیت وکړي.

  • د سواب ازمویل

هغه طریقه ده چې د یوه مشکوک ناروغ د پزې (پوزې) یا هم ستوني یوه نمونه اخیستل کېږي، څو معلومه شي دغه شخص په ویروس اخته دی که نه.

یعنې د تشخیص نتیجه مثبته ده که منفي.

څرنګه چې د نمونو د ازمویلو او تحلیل لپاره مسلکي پرسونل ته اړتیا ده، نو دقیقه ازموینه څو ساعته او د ازموینې د امکاناتو د کموالي په صورت کې څو ورځې وخت نیسي.

نن سبا ډېر هېوادونه او شرکتونه هڅه کوي چې په روغتیایي مرکزونو او حتی کورونو کې چټکې او باوري ازموینې وکړي. له چین څخه د تشخیص ډېرې بستې یا کېټونه اروپايي هېوادونو له دې جملې اسپانیا، چک جمهوریت او نورو هېوادونو ته رسېدلي چې تر یو حده‌یې د ویروس مثبت موارد تشخیص کړي.