شاته

د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې د کرونا مثبتې پېېښې ۳۳۷ ته ورسېدې

د افغانستان روغتیا وزارت د هرات او کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات او کابل په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۲۱۰ مشکوک سمپلونه تشخیص شوي چې ۳۸ سمپله یې مثبت ثابت شوي دي.

ښاغلی مایار وايي، د کرونا ویروس له نوو پېښو څخه ۱۰ یې هرات، ۱۰ کابل، ۸ کندهار، ۳ پکتیا، ۲ بلخ، ۲ سمنګان او په تخار، زابل او کاپیسا کې هم یوه ـ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په هرات کې په کرونا ویروس تازه اخته شوو کسانو کې ۷ نارینه او درې ښځې دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۳۳۷ تنه ورسېد چې تر ټولو زیاتې ۲۱۴ یې په هرات او ۵۳ نوري یې په کابل کې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې تر دا مهاله د یاد ویروس له امله ۷ تنه مړه شوي او ۱۵ تنه بېرته ورڅخه روغ شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن یکشنبې تر سهار اپریل۵ (وري۱۷) پورې ۶۴۷۷۴ کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.