فرانسه کې په چړې دوه کسان وژل شوي او ۵ ټپیان دي
د فرانسې امنیتي چارواکي وايي، د دې هېواد په سویل ختیځ کې دوه کسان د چړې په برید کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت دا "ترهګریز برید" بللی.
عیني شاهدان وايي، بریدګر ګرنوبل سره نژدې د رومانس ښار کې د تنباکو جوړولو یوه کارځي ته ننوتی او د دې کارځي مالک او مشتریان یې په چړو وهلي.
له دې وروسته هغه نژدې یوې بلې هټۍ ته ورغلی او پر خلکو یې بریدونه کړي.
د فرانسې د رسنیو په خبره په دې شک د دې هېواد پولیسو یو ۳۳ کلن کس نیولی چې اصلاً سوډانی دی.
- کورونا وېروس: نړۍ کې د مړينې شمېر له ۶۰ زرو واوښت
- کورونا وېروس: نړۍ کې د مړينې شمېر له ۶۰ زرو واوښت
- د پیسو نړیوال صندوق: کورونا تر ټولو بد مالي کړکېچ راوستی
څارنوالانو ویلي، د نیول کېدو پر وخت دغه کس "د سړک پر غاړه په ګونډو ناست او په عربي یې دعاګانې کولې."
تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده معلومه، خو د کورنیو چارو وزیر کرېسټوفي کاسټانېر ویلي: "نن سهار یو سړي پيل په یوه ترهګریز برید وکړ."
نوموړي ویلي، دا د ترهګرۍ ضد چارواکو پورې اړه لري چې وګوري دې کس په یوازې سر دا کار کړی او که له چا سره یې اړیکې لرلې.
د دې هېواد لويې څارنوالۍ په یوه بیان کې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې برید کوونکي "د وژنې یو عادي روزنه لیدلې وه چې هدف یې ډارونه یا د ترهګرۍ په مټ په جدي ډول د عامه نظم ګډوډول و".
بیان زیاتوي، د نیول شوي تورن کس د کور د لټولو پر مهال "په لاس لیکل شوي د مذهبي مفاهیمو سندونه موندل شوي."
څارنوالانو ویلي، یو بل کس یې هم نیولی چې له دغه تورن سره یې یوځای ژوند کاوه.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون دا "له کرکې ډکه" پېښه بللې چې په وینا یې له وړاندې په سخت حالت ګې ګیر هېواد یې لانور خپه کړی دی.
اوسمهال فرانسه د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه قرنطین کې ده او له جدي اړتیا پرته د خلکو په تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.