شاته

امریکایانو ته د ماسک تړلو لارښونه شوې؛ ټرمپ یې نه تړي

د امریکا حکومت ټولو خلکو ته لارښونه کړې چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف غیر طبي ماسکونه وتړي.

سپینه ماڼۍ وايي د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو ټولو امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې له کور څخه د وتلو پرمهال ماسک وتړي په ځانګړې ډول کله چې نورو خلکو ته نږدې وي.

خو جمهور رئیس ټرمپ د ( اپریل ۳ ) په سپینه ماڼۍ کې وویل دا یوه سپارښتنه ده او دی خپله ماسک نه تړي.

ښاغلي ټرمپ وویل:" شخصا زه په خپله ماسک نه تم. دا د هغوی یوه سپارښتنه ده. زه ښه احساس کوم. نغواړم چې دا کار وکړم. که زه په خپل دفتر کې ووسم او ماسک مې اغوستی وي او بیا جمهورو رئیسانو، لومړي وزیرانو ، دیکتاتورانو، پادشاهانو او ملکو ته ښه راغلاست ووایم، دا زما لپآره مناسبه نده."

په وروستیو لارښونو کې ویل شوي چې امریکایان باید د خپلې خولې او پوزې مخ ته د یو شي د نیولو لپاره د بولوز، د غاړې د دستمال او نورو شیانو څخه کار واخلي.

د ماسکونو په اړه د نیویارک د اوسیدونکو غبرگون

د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو اوس خلکو ته لارښونه کړي چې له کور څخه د وتلو پرمهال په کور کې جوړ شوي ماسکونه واغوندي او یا یې هم د غاړي په دستمال مخ وساتي.

د نیویارک اوسیدونکو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف د مخ د محافظتي ماسکونو د کارولو په اړه بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

چستیان باریټان چې د یوه رستورانت کارکوونکې ده، وايي: " په لومړیو کې هغوی وویل چې ماسک ګټه نه کوي. خو اوس بیا ناڅاپه وايي چې تاسې باید ماسک واغوندی. لارښونه کوي چې د مخ د محفوظ کولو لپاره یو شي استفاده وکړئ."

د ماسکونو د تړلو په اړه بحثونه په داسې حال کې ګرمیږي چې کرونا ویروس په امریکا کې تر اوسه شاوخواوه زره کسان مړه کړي او کابو درې لکه او درې اویا زره نور په دې ویروس ککړ شوي دي.