شاته

کرونا په نیویارک کې په ۲۴ ساعتونو کې ۶۳۰ کسان مړه کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو په نیویارک کې د کرونا له کبله د مړو شمېرو شېبه په شېبه زیاتیږي.

په نیویارک کې د کرونا له کبله د مړو شمېر د شنبې تر ماسپښین د اپریل څلورمه (وري۱۶) پورې ۳۵۶۵ کسانو ته رسېدلی دی.

د نیویارک والي اندریو کامیو خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د مړو شمېرو له ۲۹۳۵ څخه ۳۵۶۵ ته لوړ شوی دی. د نیویارک ایالت د امریکا په کچه تر ټولو ډېر ۱۱۳۷۰۴ په کرونا اخته کسان لري.

ښاغلي کامیو وویل چې ښايي د څلور او ۱۴ ورځو ترمنځ‌ دا شمېرې نورې هم لوړې شي. په نیویارک کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو درملنې لپاره روغتونونه، ډاکټران، نرسان او طبي وسایل کفایت نکوي.

د نیویارک والي اندریو کامیو څو ورځې مخکې وویل چې د کرونا سره د مبارزې لپاره دغه ایالت شاوخوا یو میلیون طبي کارکوونکو ته اړتیا لري.

څو ورځې مخکې د مریلنډ له ایالت څخه د سمندري ځواکونو یو سیار روغتون هم نیویارک ته انتقال کړل شو چې د ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي.

والي کامیو وایي‌ ځینو نورو ایالتونو هم د طبي وسایلو ژمنې کړې دي.

دغلته وار دمخه ۸۵۰۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو په خپله خوښه نوملیکنه کړې ده چې په کرونا داخته کسانو په درملنه کې مرسته وکړي. په دوی کې یې ۲۲۰۰۰ د نورو ایالتونو څخه دي.

د جانس هاپکنس پوهنتون د کرونا د معلوماتو راټولولو څانګه وايي چې تر دې دمه په ټولې امریکا کې څه باندې ۲۹۰۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۷۱۷۵ نور مړه دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ولایت د ووهان په ښار کې خپور شو. چینايی چارواکي وايي چې دغه ویروس هلته شاوخوا ۳۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

دا مهال دنړۍ په شاوخوا ۱۸۱ هېوادونو کې څه باندې ۱.۱ میلیونه خلک په دغه ویروس اخته دي او تر دې دمه ۶۲۳۷۵ کسان مړه شوي دي.