شاته

په فرانسه کې یو بریدګر دوه کسان ووژل

په فرانسه کې چارواکي وايي یو سړي د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې پر خلکو د چړو ګوزارونه کړي او دوه تنه یې وژلي دي.

د فرانسې خبري‌ اژانس وايي په برید کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.

ډاکټران وايي د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی.

پېښه د شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري۱۶) د فرانسې رومان-سور-ديزير په سیمه کې شوې ده.

بریدګر په یو مارکیټ او په لاره کې په خلکو د چړو ګوزارونه کړي ‌دي.

پولیسو دغه کس نیولی دی او لا د برید انګیزه نه ده معلومه. پولیسو هم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په فرانسه کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له شاوخوا دریو اونیو راهېسې ګرځبندیز اعلان شوی او خلکو ته ویل شوي چې له کورونو څخه ونه وځي.