شاته

'افغانستان کې بندیزونه نه‌مراعتېږي'؛ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۹۹ ته ورسېدې

په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدل او د خلکو له لوري د وضع شوي بندیزونو نه‌مراعتول!

د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو په لابراتوارونو کې تر دې مهاله د ۲۲۸۸ مشکوکو پېښو نمونې اخیستل شوي چې نږدې ۳۰۰یې مثبتې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۶» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د خلکو له‌خوا وضع شوي بندیزونه جدي نه‌ګنل کېږي چې دا د مثبتو پېښو د زیاتېدو لامل ګرځېدلي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

ښاغلی مایار زیاتوي: "له اخیستل شویو سمپلونو ۱۹۶۰ منفي او ۲۹۹ مثبتې پېښې تأیید شوې دي، شااوخوا ۱۰۰ کسان د سفر تاریخچه لري، د روغ شویو کسانو شمېر ۱۲ دی او تر دې دمه ۷ کسان مړه شوي دي."

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم وایي که چېرې د خلکو له لوري په ښارونو کې له ګڼې ګوڼې او تګ راتګ مخنیوی ونه‌شي د دې ویروس لمن به په ټولنه کې لا پراخه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر دې دمه د پلازمېنې کابل په ګډون هرات، نیمروز او فراه په رسمي ډول، خو د جلال‌اباد په ګډون په کندهار، غزني او یو شمېر نور ولایتونو کې د والیانو له‌خوا نیمه قرنطین یا په ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه لګول شوي دي.

په هرات کې له ایران راستنېدونکو کډوالو معاینه
په هرات کې له ایران راستنېدونکو کډوالو معاینه

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې هغه دوه ولایتونه چې زیاتې پېښې په‌کې ثبت شوي هرات او کابل دي چې په خبره‌یې په هرات ولایت کې ۲۰۴ او په کابل کې ۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

کرونا ویروس په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې وپېژندل شو او تر هغه وروسته د نړۍ زیات شمېر هېوادونو ته انتقال شو.

په افغانستان کې دېر کسان چې په کرونا ویروس اخته ګڼل شوي د معلوماتو له مخې له ایران هېواد څخه افغانستان ته راستانه شوي افغان کډوال او مسافر دي.

له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي که چېرې د خکلو له لوري وضع شوي بندیزونه جدي ونه‌ګڼل شي له قهریه قوې به کار واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

د دغه وزارت مرستیال ویانده مروه امیني وايي: "د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارت خلکو ته لارښوونې کوي چې قرنطین مراعت کړئ، له ګڼه ګوڼې ځان وساتئ، واټن ونیسئ، خو له بده مرغه د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه په لویو ښارونو لکه کابل، ننګرهار، هرات او داسې نورو ځایونو کې دا لارښوونې په پام کې نه‌ساتي، موږ یو ځل بیا په خلکو غږ کوو چې په کور کې پاتې شئ او وضع شوي قیودات مراعت کړئ که نه نو پولیس به له قهریه قوې ګټه واخلي."

اغلې امیني وایي سره له دې چې د افغانستان د دولت له لوري د بندیونو وضع کېدل د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره اعلان شوي، خو خلک‌یې په نه‌مراعتولو هم د ځان او هم د نورو ژوند ګواښي.