شاته

فلسطيني وزیر په ختیځ یروشلم کې اسرایلي پولیس نیولی دی

اسرایلي پولیس د یروشلم د چارو دپاره فلسطیني وزیر فادي الهدمي په مشرقي یروشلم کې ګرفتار کړی دی او په هغه یې الزام لګولی چې په یرشلم کې په سیاسي هلو ځلو د پابندۍ خلاف ورزي یې کوله. فلسطیني ادارې ویلي وزیر یې په سیمه کې کرونا وایرس د مخنیوي په کوښښونو کې مصروف و.

د فلسطینې ادارې وزیر په جبل الزېتون سیمه کې د خپل کور نه ونیول شو. د هغه دفتر د هغه په کور کې څارنې دپاره د لګېدلې کېمرو وډیو نشر کړي چې ښايي اسرایلي پولیس په سپو د فادي الهدمي د کور تالاشي کوي.

پوليس ۲۷۵۰ ډالر هم ترلاسه کړي دي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دا څلورم ځل دی اسرایل فادي الهدمي ګرفتار کړی دی.

اسرایل د کال ۱۹۶۷ په جنګ کې په یروشلم قبضه وکړه او بیا یې ښار خپل سرحد کې ضم کړو خو ای پي وايي زیاتره نړیواله ټولنه د اسرایل دغه ګام نه تسلیموي.

فلسطینیان مشرقي یروشلم د خپل اینده ریاست سرښار ګڼي خو اسرایل ټول یروشلم خپل پاتیخت بولي.

ای پي وایي اسرایل فلسطیني ادارې ته په مشرقي یروشلم کې د سیاسي هلو ځلو اجازت نه ورکوي.

فلسطیني ادارې ویلي فادي الهدمي په مشرقي یروشلم کې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د مقامي اوسېدونکو مرسته کوله.

د فلسطیني ادارې وزیراعظم محمد اشتیه وویل د کرونا وایرس په ډول دومره نازک وخت کې هم اسرایل هغه خلک هدف کوي چې د ځايي خلکو خدمت کوي. "مونږ په سمدستي ډول د هغه (فادي الهدمي) د ازادۍ غوښتنه کوو."

اسرایلي پولس ترجمان مکي روزنفېلډ وویل د فلسطېني هلو ځلو په شک کې نیول شوی دی او پولیس د هغه د کور نه دستاویزات او په ډیره شمېره کې پېسې هم ترلاسه کړي دي.

پولیس ترجمان وویل د فادي الهدمي د ګرفتارۍ تعلق کرونا وایرس د مخنیوي دپاره کوښښونو سره نشته.

اسرایل د کرونا د ۷۰۰۰ نه زیات کېسونه او لږ تر لږه ۳۶ مرګونه رپورټ کړي دي.

فلسطیني ادارې د خپل انتظام لاندې سیمو کې د کرونا ۱۴۳ کېسونه او یو مرګ رپورټ کړی دی.