شاته

پاکستان کې د کرونا وايرس نه  د مړو شمېره ۴۰ ته ورسېده

پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د مړه شوؤ کسانو شېمره ۴۰ ته رسېدلې او په دې وايرس ۲۶۸۶ کسان اخته شوي دي.

د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس د پېښو سېوا کېدل دوام لري او د مړو شمېرې هم ورسره سېوا کيږي او د مړينو تازه دوه پېښې په سند او خېبرپښتونخوا صوبو کې رپوټ شوي دي.

د تازه شمېرو ترمخه دا وخت په ملک د کرونا وايرس نه تر ټولو زيات ۱۴ کسان په سند صوبه، ۱۱، ۱۱ په خېبرپښتونخوا او پنجاب، درې په ګلګت او يو په اسلام اباد کې مړ شوی دی.

په پاکستان کې دا وخت ۱۰۶۹ کسان په پنجاب، ۸۳۰ په سند، ۳۴۳ په خېبرپښتونخوا، ۱۹۳ په ګلګت بلتستان، ۱۷۵ په بلوچستان، ۶۸ په اسلام اباد او نهه کسان په ازاد کشمير کې په کرونا وايرس اخته دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د وبا خورېدو د مخنيوي په لړ کې لګول شوي بندېزونه تر ۱۴م اپرېل پورې غځول شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي که په پاکستان کې څوک ګڼي چې دلته د خلکو قوت مدافعت سېوا دی نو د هغه په وېنا دا خطرناکه وباکه ده او د نور خورېدو خطره لري.

هغه ويلي د ۱۴م اپرېل پورې دوی د کرونا وايرس په اړه کره مالومات رايو ځای کړي او مالومه به شي چې دا وبا څومره خوره شوې او څومره خلک يې اغېزمن کړی دي.