حنیف اتمر د بهرنیو چارو نوماند وزیر وټاکل شو
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلي اتمر له دې وړاندې د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده کړې. له هغې وړاندې نوموړی د کلیو پراختیا، پوهنې، کورنیو چارو وزارتونو مشري هم کړې ده.
حنیف اتمر چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنډلې مخکښ غړی او له هغه وروسته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار و، له خپلې دندې استعفا وکړه او د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند په توګه ودرېد.
ټاکنو ته نژدې ښاغلي اتمر چې وړاندې یې خپل کمپاینونه ځنډولي و، د افغان ولسمشرۍ ټاکنو له سیالۍ د وتلو اعلان وکړ.