شاته

په مکه او مدینه کې ګرځبندیز خو رپورټ وايي په پاکستان کې د جمعې دپاره جوماتونه خلاص وو

په داسې حال کې چې کرونا وایرس له امله سعودي عرب عمرې ځنډولي او په مکه او مدینه ښارونو کې یې په حرکت پابندي لګولې ده، په پاکستان کې د جمعې د لمونځ دپاره جوماتونه خلاص وو.

وزیراعظم عمران خان په ولس غږ کړی چې د لویو غونډو نه دې ډډه وکړي او اسلامي نظریاتي کاونسل ویلي خلک دې لمونځونه په کورونو کې کوي.

صوبايي حکومتونو هم د ولس نه غوښتلي چې په کورونو کې دې دننه پاتي شي. په سند صوبه کې د ورځې د ۱۲ بجو نه تر دریو بجو پورې مکمل لاک ډاون پرځای کړی شوی دی.

خو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداری د جمعې په ورځ د پاکستان په اړه خپل رپورټ کې وویل که څه هم د منځني ختیځ په زیاترو برخو او د دنیا په نورو سیمو کې جوماتونه بند وو، په پاکستان د جمعې د لمونځ دپاره جوماتونه خلاص وو.

په پاکستان کې کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مرګونو شمېر ۳۶ او د ناروغانو شمېر ۲۴۵۰ ته رسېدلی دی.

ای پي پاکستان تنقید سره مخامخ دی چې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې یې د خلکو په ګنه ګوڼه یې په چټکتیا پابندي نه ده لګولې چې پکې په تبلیغي اجتماع بندیز نه لګلول هم شامل دي.

رپورټ وايي د دنیا په ځینو نورو برخو کې کرونا وایرس په پاکستان کې د تبلیغي اجتماع نه خپور شوی دي چې پکې د فلسطین غزه هم شامله ده. په غزه کې کرونا وایرس ځپلې ناروغان په پاکستان کې د تبلېغي غونډې نه ستانه شوي وو. هم دغه رنګ د اسلام اباد سره نژدې ځینو سیمو کې په تبلیغیانو کې کرونا وایرس موندل شوی و.

د دغه رپورټونو باوجود ای پی وویل لکه د مفتي منیب الرحمان په رنګ مذهبي مشرانو په خلکو غږ کولو چې جوماتونو ته دې ورځي.

بلخوا، د سعودي عرب حکومت پر عمرې، په جوماتونو کې د جمعې او د ورځې پر لمونځونو تر بندیز وروسته یو بل سخت ګام اخیستی ا و د مکې او مدینې په ښارونو کې یې د کرونا وایرس له کبله بشپړ ګرځبندیز لګولی دی.

په دغو ښارونو کې تر دې مخکې هم د پینځلسو ګنټو ګرځبندیز لګېدلی وو.

د سعودي د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ پر ټویټر لیکلي "دغه ۲۴ ګنټې ګرځبندیز به د مکې او مدینې د ښارونو په ټولو برخو کې وي او ورسره به د دغو ښارونو په ګډون جدې او ریاض ته په ننوتلو او ترې را وتلو باندې هم بندیز وي".

د سعودي د کورنیو چارو وزارت‌ وایي په دغو ښارونو کې به دا ګرځبندیز تر بل امر پورې جاري وي، وایي په دې مهال به د دغو ښارونو د ابادۍ په سیمو کې کاروباري چارې هم په ټپه ولاړې وي او یواځې درملتونونه (فارمیسۍ)، د خوراکي شیانو دوکانونه، پټرول پمپونه او بېنکونه به پرانیستي وي.

ای پي وویل د اردن سرښار عمان سره نژدې ۲۲ هغه کسان پولیس ونیول چې د ګرځبندیز په خلاف ورزۍ کې جمع لمونځ دپاره جومات ته راوتلي وو.