شاته

کرونا؛ ناجریا کې هغه کس ووژل شو چې په ګرځبندیز کې له کوره وتلی و

په ناجریا کې یو سرتېري هغه کس په ډزو وژلی دی چې ویل کیږي د کرونا له کبله د اعلان شوي ګرځبندیز شرایط یې مات کړي‌ او له کوره د باندې وتلی و.

د ناجریا حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګرځبندیز اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې له ضرورت پرته له خپلو کورنو څخه د باندې ونه وځي.

د ناجریا د دلتا ایالت د پولیسو ویاند اونومي اونووکپویي وویل چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ اپریل دویمه (وري۱۴) د ځونانانو د یوې ډلې د مظاهرې په مهال شوې ده. وژل شوی کس جوزیف پیسو نومیږي.

د دغې سیمې یو سناتور اووي اومواګي ګي دا پېښه غندلې ده او له سرتيري سره یې د قانوني‌ چلن غوښتنه کړې ده.

هغه وویل: " هغه کسان چې د ولس د دفاع لپاره وسله لري، باید پوه شي چې مسولیت هم لري، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د یو انسان د ژوند خبره وي."

په ناجریا کې تر دې دمه شاوخوا ۱۹۰ تنه مړه شوي‌ دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلومات په اساس دا ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۱هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۵۳زره کسان یې مړه کړي‌او شاوخوا یو میلیون نور پرې اخته دي.