شاته

د کروناویروس علاج څه کېدای شي؟

د کرونا ويرس په ضد تر دې دمه د اپریل درې (وري ۱۵) واکسین جوړ شوی نه دی، خو په ځینو وروسته پاتې هېوادونو کې یو شمېر خلک د دغه ویروس د مخنیوي لپاره ځینې غیر طبي او غیر ساینسي لارښوونې کوي.

دکرونا ویروس چې په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو، تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۱ کې خپور دی.

په افغانستان او پاکستان کې هم سلګونه کسان په دغه ویروس اخته شوي‌ او یو شمېر کسان له دې کبله مړه شوي‌ هم دي.

په دغو هېوادونو کې یو شمېر خلک د ټولنیزو رسنیو له لارې د کرونا ويرس څخه د ځان ساتلو لپاره "غېر ساينسي او بې منطقه نسخې او نصيحتونه" له یو بل سره شریکوي.

يو مثال يې په ټولنیزو رسنیو او وټس آپ کې هغه ویدیويي‌ او غږيز پېغامونه دي چې د یو نوي ماشوم د زېږېدو په اړه په کې خبرې کیږي.

په دغو پیغامونو کې د بېلا بېلو سيمو پښتانه ادعا کوي چې په فلاني ځای کې یو ماشوم زېږېدلی او وايي که "ټول مسلمانان سهار تور چای وڅکي نو کورونا ويرس به ورله خوا ته نه ورځي". دغو اعلانونو کې دا هم ويل کېږي چې ماشوم د خبرو "يو يا دوه ساعته وروسته مړ" شوی دی.

تر دې دمه دا ویروس د نړۍ په څه باندې ۱۸۰ هېوادونو کې خپور شوی
تر دې دمه دا ویروس د نړۍ په څه باندې ۱۸۰ هېوادونو کې خپور شوی

هیچا هم دا ماشوم ونه لیده او نه یې د زېږېدو دقیق ځای معلوم شو. خو ښايي یو شمېر کسانو پرې بارو کړی وي.

په امريکا کې د وبايي ناروغیو د ادارې مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اېنتهوني فاوچي هم دا مني چې د کرونا وايرس په اړه بې باوره خبرې کېږي.

نوموړي په امريکا کې د باسکتبال د مشهور لوبغاړي سټيف کري سره د انستګرام د لارې په مرکه کې ويلي چې د کرونا ويرس په اړه په نړۍ کې بېخي دوه جدا نظرونه موجود دي: "يو هغه چې وايي دا دنيا ختمېږي. او بل هغه چې دا باور نه کوي چې دا رېښتيا دي."

په انستګرام باندې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فاوچي دغه مرکه د امريکا مخکني ولسمشر بارک اوباما هم کتله او دا خبره يې ليکلې وه: "ساينس ته غوږ شئ او هر څوک بايد د يو بل د ښېګنې لپاره کار وکړي."

په پاکستان او افغانستان کې د کرونا ويرس په اړه"ځینې مذهبي" خلکو هم خبرې کړي او ادعا کوي چې دا ویروس "مسلمان نشي نیولی".

په پاکستان کې د "تبليغي جماعت مشرانو"د حکومت او د صحت د ماهرينو په ويناو باندې هېڅ غوږ ونه ګراوه او لاهور ته نزدې په رايونډ کې يې خپله کلنۍ اجتماع وکړه.

وروسته بيا ځينو رسنیو دا راپورونه خپاره کړل چې د اجتماع ځینو ګډونوالو د کرونا ویروس له ځان سره نورو سیمو ته انتقال کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو باندې دا خبرې هم کېږي چې په"جوماتونو کې اذان کولو"سره به ويرس ختم شي. داسې خلک هم شته چې وايي دا د "انسان د ګناهونو سزا ده او که توبه اوباسئ نو روغ به پاتې شئ".

په وبايي ناروغیو کتاب ليکونکی او د امريکا د مشهور پوهنتون يېل "Yale" پوهنتون يو پروفېسر فرانک سنو‌‌‌‌‌‌ډن وايي: "وبا د انسان د ګناه سره تړل او دې ته د سزا نامه ورکول نوې خبره نه ده."

د امريکا ورځپاڼه وال سټريټ ژورنال سره په يوه مرکه کې ښاغلی سنو‌‌‌‌‌‌ډن وايي انساني تاريخ کې چې کله هم کومه وبا راغلې ده نو "خلکو د خدای د قهر په توګه ياده" کړې ده.

د کرونا ويرس واکسين نشته خو د صحت ماهرين د دې وبا نه د ځان ساتلو لپاره تر اوسه درې مهمې خبرې کوي. يوه دا چې په کور کې کېنئ، بله دا چې لاسونه په صابون وينځئ او يو بل ته مه نزدې کېږئ. او که ناروغ یاست نو ځان لږ تر لږه ۱۴ورځو پورې په کوټه کې بند کړئ.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چون د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلومات په اساس دا ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۵۳زره کسان یې مړه کړي‌او شاوخوا یو میلیون نور پرې اخته دي.