شاته

امریکا ته د طبي وسایلو ډکې روسۍ الوتکې رسېدل

امریکا تأیید کړه چې له روسیې څخه‌يې د پېرلو روغتیايي موادو ډکه یوه الوتکه دغه هېواد ته رسېدلې ده.

دا وروسته له هغه چې روانه اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د اپرېل په لومړۍ نېټه له روسیې څخه امریکا ته په تللې الوتکه کې د ساه اخیستلو ماشینونه او له کرونا ویروسه د خوندیتوب په خاطر کارېدونکي توکي لکه کالي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا اکمالات په نیويارک کې د امریکا د بېړنیو حالاتو مدیریت ادارې ته ورکړل شول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس وویل دا اقدام وروسته له هغه شوی چې ټرمپ له پوتین سره د مارچ په ۳۰مه نېټه خبرې وکړې.

اورتاګوس وویل: "دواړو هېوادونو په بحراني حالاتو کې له یو بل سره مرسته کړې او دا کار به بیا هم کېږي. اوس وخت راغلی چې پر یوه داسې دښمن بریالي شو چې زموږ ټولو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی."

دې دا ونه‌ویل چې د دغو اکمالاتو لګښت څومره وو چې امریکا روسیې ته ورکړی وي.

منتقدین خبرداری ورکوي چې مسکو غواړي د روسيې د مرستو له لارې د سمو معلوماتو مخه ونیسي او پر کور دننه د پوتین لپاره کمپاین او په بهر کې پروپاګند وکړي.

خو مېرمن اورتاګوس دا وویل چې «جي-۲۰» هېوادونو تېره اوونۍ توافق وکړ چې د کرونا ویروس پر ضد به له یو بل سره کار کوي. امریکا او روسیه د «جي-۲۰» غړي هېوادونه دي.

ارشیف، په جاپان کې د «جي-۲۰» هېوادونو د مشرانو د ۲۰۱۹ کال غونډه
ارشیف، په جاپان کې د «جي-۲۰» هېوادونو د مشرانو د ۲۰۱۹ کال غونډه

اورتاګوس ویلي چې واشنګټن د «جي-۲۰» له غړو هېوادونو سره له نږدې کار کوي چې هغو کسانو ته مرسته ورسېږي چې ورته اړتیا لري.

روېټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې په دې الوتکه کې ۶۰ ټنه د ساه اخیستلو ماشینونه، ماسکونه، د سږو د فعاله ساتلو ماشینونه او نور مواد شامل دي.

چارواکو ویلي چې دا اکمالات به له نږدې وڅارل شي چې ثابته شي هر څه د امریکا له دولتي لارښوونو سره سم دي که نه.

د اپرېل په لومړۍ نېټه په ملګرو ملتونو کې د روسیې مأموریت وویل چې د روسیې له روغتیايي اکمالاتو ډکه یوه الوتکه د نیویارک په جان اېف کنېډي هوايي ډګر کې ښکته شوه.

روسۍ الوتکه د نیویارک ښار په جان اېف کنېډي هوايي ډګر کې ښکته شوه
روسۍ الوتکه د نیویارک ښار په جان اېف کنېډي هوايي ډګر کې ښکته شوه

ملګرو ملتونو ته د روسیې سفیر دمیتري پولیانسکي وویل دا الوتکه د نیویارک له اوسېدونکو سره د یووالي په خاطر امریکا ته لېږل شوې ځکه د نیویارک اوسېدونکي اوس‌مهال له ستونزمن وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.

په امریکا کې تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس پېښې په نیویارک ایالت کې ثبت شوي دي او شمېر یې تر ۸۳۷۰۰ لوړ دی او د دې ویروس له کبله شااوخوا دوه زره کسان مړه شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس پر وړاندې روغتیايي اسانتیاوې د نشت برابرې شوي. د نیویارک ښاروال بېل ډي بلاسیو ویلي چې میلیونونو ماسکونو او د ساه اخیستلو ماشینونو ته اړتیا ده.

په نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا د یوه اخته کس د لېږدولو پر مهال
په نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا د یوه اخته کس د لېږدولو پر مهال

په همدې حال کې ټرمپ چې مخکې يې ویلي له پوتین سره نږدې اړیکې لري، په خپل هېواد کې د یو شمېر کسانو له خبرداري سره مخامخ شوی چې پوتین د نفوذ تر لاسه کولو په خاطر دا ډول اقدامات کوي.

په اپرېل میاشت کې په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر تر څلورو زرو زیات شو.

د روسیې پر رسمي شمېر انتقادونه شته. رسمي معلومات ښيي چې په وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې ۲۷۷۷ ته رسېدلي او د مړو شویو شمېر ۲۴ تنه راپور شوی دی.