BBC
 شاته

پاکستانۍ محکمې د امریکایي خبریال پر وژنه د تورن کس مرګ سزا لغوه کړه

عمر شيخ د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۱۹۹۴ کال کې نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې درې بریتانویان او یو امریکايی وګړی وتښتاوو او د دوی د خلاصون په بدل کې يې د لسو نیول شويو کشمیریانو د خلاصون غوښتنه وکړه

د پاکستان د سند ایالت محکمې د امریکايي وژل شوي خبریال ډینیل پرل په وژنه کې د تورن کس عمر شيخ د مرګ سزا ختمه کړې او هغه يې د یاد خبریال د تښتوونې په جرم کې په اووه کاله بند محکوم کړی دی. د عمرشیخ وکیل وايي،‌ هغه له وړاندې لا شل کاله په بند کې تېر کړي،‌ نو باید خوشی شي.

امریکايي خبریال ډينیل پرل د سوېلي اسیا لپاره د وال سټریټ ژورنال خبریال و، چې په ۲۰۰۲ عيسوي کال د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه له کراچۍ تری تم شو او څلور ورځې وروسته يې یوې نوې وسلوالې ډلې د خلاصون په بدل کې له امریکا غوښتنې وکړې.

د یادې ډلې په غوښتنو کې په ګوانتانامو زندان کې د پاکستاني بندیانو خوشي کول او پاکستان ته د ایف شپاړس ډوله الوتکو ورکولو وو، چې د دوی په خبره که ونه منل شوې نو خبریال ډینیل پرل به ووژني.

وروسته د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱ مه پاکستانیو چارواکو ته یوه ويډيو ولېږل شوه چې په کې يې د تښتول شوي خبریال ډینیل پرل وژنه ثبت کړې وه.‌ تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته بیا په کراچ‍ۍ کې پولیسو یو قبر وموند چې د خبریال ډينیل پرل سر پرې کړی مړی په کې و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امريکايي اخبار وال سټريټ د جنوبي اسيا نماینده ډنيل پرل د ۲۰۰۳ کال د جنوري پر ۲۳ له کراچۍ لادرکه شوی و

عمر شیخ چې د یاد خبریال په وژنه کې تورن بلل کېده په ۲۰۰۲ عیسوي کال کې یوې پاکستانۍ محکمې ورته د مرګ سزا واوروله او له همغه راهیسې نوموړی په بند کې و.

عمرشیخ چې په ۱۹۷۳م کال په لندن کې په یوې پاکستانۍ کورنۍ کې زېږېدلی، زده کړې یې هملته ترسره کړې دي. نوموړي منلې چې په ۱۹۹۲م کال کې چې زده کوونکی و، بوسنیا ته تللی و او هلته يې د مسلمانانو تر ''خراب وضعیت'' لیدلو وروسته هملته د ''جهاد نیت'' وکړ او د جنګي روزنې لپاره يې بیا افغانستان ته مخه وکړه.

وروسته په ۱۹۹۴ کال کې نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې درې بریتانویان او یو امریکايی وګړی وتښتاوو او د دوی د خلاصون په بدل کې يې د لسو نیول شويو کشمیریانو د خلاصون غوښتنه وکړه.‌ خو دغه منصوبه يې ناکامه شوه او له هندي پولیسو سره په نښته کې تر ټپي کېدو وروسته همتله ونیول شو.

Image caption د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ پر ۲۱ مه پاکستانیو چارواکو یوه ويډيو ترلاسه کړې وه چې په کې د ډینیل پرل وژنه ثبت وه

عمر شیخ بیا وروسته په ډیسمبر ۱۹۹۹ کې هغه مهال د هند له بنده راخلاص شو چې وسله والو له نیپال څخه هند پر لاره یوه هندۍ الوتکه وتښتووله او کندهار ته يې راوسته.‌ ددې هندۍ الوتکې په بدل کې هند درې بندیان خوشي کړل چې په کې له مسعود اظهر سره مشتاق زرګر او خپله عمر شیخ هم وو.