BBC
 شاته

د چین شېنژن ښار د سپي او پیشو پر غوښه بندیز ولګاوه

چین د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین په ځینو ښارونو کې لا هم د سپي او پیشو غوښه خوړل کېږي

د چین شېنژن ښار د دې هېواد لومړی ښار شو چې پکې د سپي او پیشو د غوښې پر کاروبار او خوړولو بندیز ولګېد. دا بندیزو له هغو رپوټونو او ګنګوسو وروسته لګيږي چې ګواکې د وحشي ځناورو غوښه د کورونا وېروس له خپرېدو سره تړاو لري.

اوس د دې ښار چارواکو د سپیو پیشوګانو او ځینو وحشي ژویو د غوښې پر کاروبار بندیز لګولی.‌

د هیومن نړیواله بشري ټولنه وایي، په یو شمېراسیایي هېوادونو کې هر کال نژدې دېرش میلیونه سپي د غوښې لپاره وژل کېږي.

خو چین کې د سپي غوښې خوړل دومره عام نه دي، او ډېری وګړي یې وایي، هېڅ کله یې دا کار نه دی کړی او غواړي یې هم نه.

د شېنژن ښار چارواکو ویلي، سپیو او پېشوګانو د نورو حیواناتو پرتله له انسانانو سره ژوره اړیکه جوړه کړې ده او په پرمختللې نړۍ کې د دوی پر غوښه بندیز عادي خبره ده.‌

دوی وایي، د انساني تمدن د غوښتنو او روح له مخې هم دا بندیز اړین و.‌

د حیواناتو د حقونو ټولنو د شېنژن ښار چارواکو دا ګام ستایلی دی.

دوی وایي، دا بندیز کولی شي په چین کې عام شي او له مخې به یې دې هېواد کې هر کال د ۳۰ میلیونه سپیو او ۴ میلیونه پیشوګانو د وژنې مخه ونیول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین کې هر کال ۴ میلیونه پیشوګانې د غوښې لپاره وژل کېږي

‌څو میاشتې وړاندې د چین په ووهان ښار کې د وحشي‌ حیواناتو د غوښې یو بازار د کورونا وېروس د رامنځته کېدو مرکز بلل شوی و.

چینایي‌ چارواکو په دې تړاو له رپوټونو وروسته دا بازار بند کړی و، ځکه داسې ګومان کېده چې کورونا وېروس له حیواناتو انسانانو ته لېږدي.

په ټوله نړۍ کې نژدې یو میلیون وګړي دا مهال په کورونا وېروس اخته دي، او څه باندې ۴۷ زره کسان ترې وژل شوي‌ دي.

یوازې په چین کې ویل کېږي چې د کورونا وېروس څه باندې اتیا زره مثبتې پېښې شته، او تر دې دمه ۳۳۱۸ کسان یې وژلي دي.

ساینسپوهان او څېړونکي تر اوسه نه دي پوه شوي چې د کورونا وېروس اصلي سرچینه څه ده، او څه ډول د انسانانو ترمنځ خپور شوی دی.