شاته

د کمفورټ پوځي سیار روغتون کښتۍ کرونا ځپلي نیویارک سره مرسته کوي

په امریکا کې کروناویروس د نیویارک ایالت د نورو ایالتونو په پرتله زیات ځپلی دی.

د چهارشنبې (اپریل ۱) سهار پورې پکې ۷۸۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ځه دپاسه ۱۹۰۰ کسان پکې مړه شوي دي.

په ټوله امریکا کې د چهارشنبې په ورځ اپریل لومړۍ نیټې د کروناویروس پیښو شمیر ځه دپاسه ۲۰۲۳۳۶ او ددې ویروس له کبله د مړو شمیر ځه دپاسه ۴۴۵۴ ته رسدلی دی.

د نیویارک ایالت سره د بیړنیو روغتیایي مرستو په لو کې د کمفورټ په نوم د امریکا د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ چې یو سیار روغتون دی د کروناویروس او نورو ناروغانو درملنې په موخه نیویارک ښار ته رسیدلې ده.

دا لویه کښتۍ د هغو ډیر شمیر پوځي تاسیساتو له جملې څخه ده چې په ملي کچه د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کارول کیږي.

د کمفورټ په نامه د متحدو ایالتونو د سمندري ځواک یوه کښتۍ چې یو سیار پوځي روغتون دی، په نیویارک کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې لپاره په دنده ګمارل شوې ده.

دا پوځي کښتۍ دوه ورځې مخکې له ویرجینیا څخه نیویارک ته لاړه، په دې کښتۍ کې ۱۰۰۰ بسترونه، ۱۲ عملیات خونې دي او ۱۲۰۰ عمله پکې سپره ده.

د کمفورټ کښتۍ په اضطراري حالتونو کې له ناروغانو سره د مرستې لپاره ګمارل کیږي.

مایک پنس په کمفورټ کښتۍ کې د ناروغانو د لیدو پر مهال
مایک پنس په کمفورټ کښتۍ کې د ناروغانو د لیدو پر مهال

د نیویارک ښاروال بل ډي بلاسیو وايي چې ددغې کښتۍ په رارسیدو سره ورته یوه هیله پیدا شوې ده چې د کرونا ویروس پر وړاندې به مبارزه کوي.

ښاغلی بلاسیو وايي "دلته د امریکايي پوځیانو راتګ داسې حس راکوي چې هر څه به ښه شي.دایوه هیله بښونکې صحنه ده. د نیویارک بندر ته د دې لویې کښتۍ رارسیدل مونږ ته د آرام احساس راکړ."

دا یوازینۍ پوځي کښتۍ نه ده چې په روانه اونۍ کې د نیویارک له اوسیدونکو سره مرسته کوي.

د پوځ د انجینرۍ قول اردو په منهاتن کې خپل یو مرکز نږدې ۳۰۰۰ ناروغانو لپاره په لنډ مهالي روغتون بدل کړی دی.

د امریکا د پوځ د انجینرۍ قول اردو قوماندان ډګر جنرال ټاد سیمونایت وايي ددغه مرکز ښه والی دا دی چې په هر لس فټه واټن کې یوه لویه فلزي دروازه ده،ټولې بریښنايي دي، سړې او تودې اوبه شته، د کارول شویو اوبو لپاره هم ځای شته دی، د لوښو مینځلو ځای هم شته دی. "

د کمفورت او جاویتس په نامه دغه مرکز د هغو ناروغانو لپاره ځانګړی شوی چې په کروناویروس اخته نه دي، ترڅو په سیمه ییزو روغتونو کې په کرونا ویروس اخته کسانو ته ځای پیدا شي.

د امریکا د پوځ چارواکي وايي چې د نیویارک لپاره به نور درې لنډمهالي روغتونونه هم جوړ کړي.

دوی په پام کې لري چې د شیکاګو په ګډون په ټول هیواد کې دغه شان ۱۱۴ روغتونونه جوړ کړي.

د متحده ایالاتو په لویدیځ کې هم د میرسي په نامه بله کښتۍ په لاس آنجلس کې ناروغانو ته د مرستو په رسولو بوخته ده.د هیواد په کچه ملي ګارډ په زرګونو سرتیرو ته دنده سپارل شوې چې د معاینې کیټونو په لیږدولو او د معایناتو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

خو پوځیان هم له کرونا ویروس څخه په امن کې نه دي،د یو اس اس د تیډور روزویلت د کښتۍ د څه باندې سل کسه عملې په ګډون په سلګونو کسانو کې دغه ناروغي تثبیت شویده.