شاته

جنوبي کوریا د قیوداتو له لګولو پرته د کروناوېروس د خپرېدو مخه نیسي

یو شمېر هېوادونه لکه جنوبي کوریا توانیدلي چې پر کروناویروس د اخته کسانو درملنه په کامیابۍ سرته ورسوي.

جنوبي کوریا چې شاخوا ۵۰ مېلیونه نفوس لري، توانېدلې تر ډېره حده د وېروس د خپرېدو مخه ډب کړي.

په سیول کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم عطارد له امریکا غږ سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي چې کوریایانو د "قوي روغتیايي سیسټم" په لرلو سره له کروناویروس سره بریالۍ مبارزه کوي.

د عطارد په وینا حکومت د وبا د خپرېدو په لومړیو ورځو کې د خلکو په معاینه کولو کې له ټکنالوژۍ ښه ګټه پورته کړه او ولسونو هم روغتيايي لارښونې جداً په پام کې ونیولې.

په جنوبي کوریا کې د خلکو پر تګ راتګ او عادي ژوند سخت قیودات ندي لګول شوي او ولسونه په رضاکار ډول له روغتیايي مامورینو سره همکاري کوي.

د افغان دېپلوماتانو په وینا جنوبي کوریا کې تردې دمه په کروناوېروس د څه کم ۱۰۰۰۰ کسانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ [اپریل ۱] وویل چې ۱۲۱ هېوادونو د کروناویروس د آزمویلو لپاره له سیول نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان سفیر وایې چې دوي له اړوندو چارواکو سره په اړیکه کې دي او په جنوبي کوریا کې هیڅ افغان په کروناوېروس اخته شوی نه دی.

د افغانستان له سفیر سره د امریکاغږ بشپړه مرکه دلته کتلی شئ.