د چین او اماراتو د طبي وسایلو مرستې کابل ته ورسېدې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې له چین نه د طبي وسایلو لوی پیټی (کارګو) ترلاسه کړی دی. دا وزارت وايي، په دې بسته کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې دي.
وړمه ورځ له عربي متحده اماراتو هم د طبي وسایلو ډکه کارګو افغانستان ته رسېدلې وه. د عامې روغتیا وزارت وايي، د عربي متحده اماراتو لخوا د کورونا د تشخیص ۲۵ زره کیټونه افغان حکومت ته سپارل شوي وو.
د دې وزارت ویاند وحید مایار وايي، د کورونا د خپرېدو وضعیت ته په کتو هڅه کوي چې د تشخیص امکانات هم ډېر کړي.
افغانستان کې وروستی وضعیت:
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار چارشنبه ماسخوتن ناوخته ویلي چې په هرات کې د کورونا وېروس ۴۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر شاخوا ۲۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.
ښاغلي مایار لیکلي چې په تازه پېښو کې ۲۴ نارینه او ۱۷ ښخې دي او په دوی کې یو هم دې وروستیو کې له ایرانه نه دی راستون شوی.
د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه په کورونا اخته لس کسان روغ شوي او پنځه کسانو ژوند بایللی.
د خوراکي توکو په اړه اندېښنې او د ولسمشر فرمان:
د کوېډ ۱۹ ناورغي د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته خپره شوې چې له پلازمینې کابل او ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو وروسته، تېره ورځ په ځینو شمالي ولایتونو کې هم ګرز بندیزونه ولګول شو چې ورسره خوراکي توکو ته د خلکو د لاسرسي کمېدو په اړه اندېښنې پيدا شوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشبنې پر ورځ یو فرمان صادر کړ چې حکومت به بېوزلو، اړمنو، کورنیو او بهرني بېځایه شویو کورنیو او کارګرو ته د قرنطین په ورځو کې مرستې ورکوی.
د ارګ اعلامیې پر بنسټ، محمد اشرف غني بېړنۍ کمېتې ته امر کړی چې دغو کسانو ته د غنمې د وېشلو په یوه ترحه کار وکړي او هوکړه شوې چې په یوه میاشت کې ۴۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابرې شي.
هند کې ایسار افغانان هېواد ته راوستل کېږي:
بل لور ته د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، په هند کې د کورونا ویروس له امله بند پاتې شویو افغانانو لېږدولو لپاره یې پروازونه پيل کړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې له نوي ډيلي نه کابل ته الوتنې وځنډېدلې او ورسره زرګونه افغان محصلین، سیلانیان، سوداګر او ناروغان هماغلته ایسار پاتې شول.
وړاندې ځینو ایسارو شویو خلکو شکایت درلود چې د کابل ته له هند نه د هوايي شرکتونو ټکټونو بیه څو برابره لوړه شوې وه.
خو د اریانا شرکت وايي، خپلو لګښتونو ته په کتو یې مناسبې بیې ټاکلي.
د دې شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د دوی لومړۍ الوتنه چارشنبه ماسخوتن شوې او ټاکل شوې چې په لسو الوتنو کې به څه باندې دوه زره افغانان هېواد ته ولېږدوي.
- کورونا وېروس؛ افغانستان له ځینو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې
- کورونا وېروس: د نړۍ په کچه د مړينو شمېر له لس زرو واوښت
- افغانستان کې د کورونا دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
- ''هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې''
- افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر اوو ته ورسېد
- افغانستان په خپل هوايي حریم کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوت ممنوع کړ