شاته

نړۍ کې د کرونا ویروس په چټکۍ خپرېدل: شمېر تر ۸،۵ لکو واوښت

نړۍ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر اته نیم لکو واوښت.

د امریکا متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر نن په داسې حال کې تر ۴ زرو واوښت چې د دغه هېواد اتباعو ته وویل شول چې لا سختې ورځې په مخکې دي او ښايي یو لک امریکایان په دې ویروس ومري.

د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر اوسه پورې په امریکا کې په دې ناروغۍ ۴ زره ۷۶ تنه مړه شوي او نږدې یو لک او ۹۰ زره پرې اخته شوي دي.

چې دا په دې ویروس د اخته کسانو د شمېر له نظره تر ټولو زیات دی، خو د مړینو له نظره په ایټالیا کې ډېر خلک په کرونا ویروس مړه شوي دي.

ایټالیا
ایټالیا

د امریکا حکومت د لویو ښارونو په لمنو کې مؤقتي روغتونونه جوړوي چې د کرونا په ویروس له اخته کسانو سره مرسته وکړي.

په عین حال کې روغتیايي مسؤلان اټکل کوي چې په راتلونکو اوونیو کې به وضعیت لا ډېر خراب شي.

د نیویارک ښار د مرکزي برخې په سنترل پارک کې د کرونا ویروس موقتي روغتون جوړ شوی.

همداراز د امریکا د پوځ سمندري ځواک د زرو بسترونو سیار روغتون د نیویارک ساحل ته رسولی او ژر به ناروغان په‌کې بستري شي.

نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی ښار دی.

نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی ښار دی
نیویارک په امریکا کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی ښار دی

فریزر لرونکي موټر په ښار کې ګرځي چې مړي سمدستي انتقال کړي. نیویارک ښار له نورو ښارونو څخه اضافي امبولانسونه رانیولي او همداراز یې نور طبي کارکوونکي ګومارلي دي.

په نیویارک ښار کې تر اوسه پورې په کرونا ویروس یو زر او ۷۰۰ تنه مړه شوي او له همدې امله په امریکا کې د کرونا ویروس مرکز بلل کېږي.

د امریکا روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې که د دغه هېواد خلک له یو بل سره له راشه درشه او نږدې تماس څخه لاس وانه‌خلي، نو ممکن په دې هېواد کې حتی ۲ لکه ۴۰ زره تنه ومري.

دوی پر خلکو غږ کړی چې له کورونو راونه‌وځي او وخت یوازې په کور کې تېر کړي.

په نړۍ کې تر اوسه تر اته نیم لکو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۴۲ زره ډېر ورڅخه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په ایټالیا او اسپانیا کې مړه شوي دي.

په نړۍ کې په کرونا د ټولو مړه شویو کسانو نیمايي یوازې په ایټالیا او اسپانیا پورې تړاو لري.