BBC
 شاته

له ایرانه هره ورځ زرګونه افغان کډوال ستنېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېرو دریو میاشتو کې څه باندې ۱۳۸ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیواله اداره یا آی او اېم وايي، د روانې ميلادي مياشتې په دویمه اوونۍ کې د نیمروز او هرات له ولایتونو څه باندې ۵۳ زره بې اسنادو کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي. چې تر هغې په وړاندې اوونۍ کې څه باندې ۱۹ زره کسان ستانه شوي وو.

د دې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو دریو میاشتو کې څه باندې ۱۳۸ زره افغانان افغانستان ته تللي‌ دي.

د دغو کډوالو څه باندې ۱۳۶ زره له ایران او پاتې يې له پاکستانه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۳۴۰۰ ېې په زوره ایستل شوي او پاتې يې په خپله خوښه ستانه شوي.

ډېری هغه کسان چې په افغانستان کې په کوروناویروس اخته دي هم یا له ایرانه راستانه شوي يا له دغو کسانو سره مخ شوي.

یو شمېر راستنو کډوالو بي بي سي ته وویل، په ایران کې د رنځ او په افغانستان کې د اقتصادي تنګسې وېرې اندېښمن کړي دي.

د وردګو ولایت اوسېدونکی شمس الرحمن او د تخار ولايت اوسېدونکی معراج الدين چې د کورونا وېروس له وېرې او په ايران کې د کار نشتوالي له امله په تېرو اوونيو کې افغانستان ته ستانه شوي وايي، افغانستان ته د راتګ پر مهال پر پوله معاینه شول او خپلو سیمو ته د تګ پر مهال هم بیا بیا پوښتل شوي چې دغه ویروس ونلري، خو دوی ورته له پولې د اوښتو پر مهال د شوې معاینې خبره کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۳۴۰۰ ېې په زوره ایستل شوي

معراج الدین وايي، په ایران کې د کارونو او بازارونو د تړل کېدو له امله اړ شول چې خپل کلي ته ستون شي.

شمس الرحمن بيا وايي چې کلي ته په رسېدو بېرته ورسره د کور د لګښتونو او کار د نشتوالي اندېښنه پیدا شوې او وايي که دا رنځ ورک شي، بېرته ځي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحيدالله مایار وايي په سیمه ‌ييزه کچه د دغه وزارت کارکوونکي، ځايي روغتيايي شوراګانې او داوطلبان دغه تازه راستانه شوي کسان څاري او د ناروغۍ د نښو له لیدل کېدو سره سم یې روغتيايي مرکزونو ته معرفي کوي.

د افغانستان د کډوالو او بیاراستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي هر کال د نوي کال په درشل کې ګڼ افغانان بیا هېواد ته ستنېږي، خو سږ کال د کوروناویروس د خپرېدو له وېرې دا شمېر ډېر لوړ دی.

د دغه وزارت مرستیاله ډاکټره عالمه وايي د افغانستان حکومت له ایرانه افغانستان ته د دغه ویروس له خپرېدو سره په موقت ډول پوله وتړله خو په بیړني ډول يې بېرته پرانیسته.

هغه وايي له یوې خوا د افغانانو خپل بشري حق و او له بلې خوا د دواړو هېوادونو تر منځ غیررسمي پولې هم شته چې په پراخه کچه تګ راتګ پرې کېږي، ځکه یې دا پولې پرانستې پرې اېښې.