BBC
 شاته

د افغانستان اوبو ته د ګاونډیانو اړتیا؛ یو ستراتیژیک بحث

اوبه د انځور حقوق Getty Images
Image caption که افغانستان د اوبو مدیریت سم کړي نو ګاونډیو سره یې د اړیکو انډول سمېدلی شي

افغانستان چې په وچه کې پروت هېواد دی. ګاونډیانو د نړیوال ترانزیت، جګړو، مهاجرینو او ګڼو نورو مواردو په برخه کې تل تر فشار لاندې نیولی، چې په نړیوالو سیاسي او ټولنیزو چارو کې د دوی غوښتنو ته پام وکړي او یا ورته په خپله خاوره کې د ترانزیت او یا یې اتباعو ته اسانتیاوې ومني.

خو افغانستان برعکس په تېرو لسیزو کې په دې برخه کې ډېر څه نه درلودل چې پر ګاونډیو خپلې غوښتنې ومني.

په دې وروستیو کې ترکمنستان، افغان ولسمشر ته د بیا ځلې ټاکل کېدو د مبارکۍ تر څنګ، له افغانستان سره د ترکمنستان د ځانکړو اړیکو پيلولو غوښتنه هم وکړه.

دا غوښتنه په راتلونکي کې په یاد هېواد د افغانستان د اوبو له احتمالي فشار څخه سرچینه اخلي.

همدارنګه د سولې په پروسه کې د ازبکستان او ترکمنستان مرسته او یا د طالب استازو سره یې لیدل هم په راتلونکي کې د اوبو مسلې پورې تړلي دي.

په منځنۍ اسیا کې د لویو کرنيزو پروژو شتون که څه هم دا سیمه له غلې بډایه کړي، خو د دې لامل شوې چې ازبکستان او ترکمنستان د لوړو سیمو هېوادونو لکه افغانستان او تاجکستان ته محتاج کړي.

د معلوماتو له مخې ترکمنستان د اوبو په برخه کې ۹۷٪ د آمو، مرغاب او هریرود سیندونو ته اړ دی.

همدا لامل و چې د هېواد د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان مسیر غوره کړ، چې په راتلونکي کې اوبه پرې بندې نشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان پر ور بهېدونکو اوبو ډېره تکیه کوي

همدارنګه ازبکستان بل هغه هېواد دی چې ۷۷٪ د آمو او تاجکستان سیندونو ته اړ دی. له همدې کبله یاد هېواد د ولسمشر اسلام کریموف له مرګ وروسته، له ګاوڼدیانو سره په خپلو پالیسیو کې بدلون راوست.

د دې کار بل لامل په تاجکستان کې د راغون لوی بند جوړول وو چې کولای شي په ازبکستان او ترکمنستان کافي اندازه اوبه کنټرول یا کمې کړي.

همدا راز ایران د هریرود او هلمند سیندونو په حوزو کې د افغانستان اوبو ته اړ دی.

په دې حوزو کې د ایران ۱۰٪ نفوس (مشهد ښار چې د یاد هیواد د نفوس له اړخه دویم لوی ښار دی) او د سیستان سیمه چې د ایران کندو بلل کېږي پراته دي.

ایران د دې خلکو او کرنې لپاره د خپل هېواد د ټولو زېرمو پنځه سلنه اوبو ته اړټیا لري او دا برخه نژدې ټوله له افغانستانه وربهېږي.

پاکستان بل هغه هېواد دی چې د اوبو بهرنیو سرچینو ته ډېر محتاج دی. د دې هېواد ۸۴٪ اوبه د هند او افغانستان له سیندونو جوړیږي.

پاکستان له ګاونډیانو په سرچینه اخیستونکو سیندونو ذخیروي بندونه جوړ کړي.

دا هېواد د همدې بندنو او لویو کانالونه په مرسته، اوبه له یو سیند څخه بل سیند ته لېږدوي، تر څو کرنیزه ځمکه یې پراختیا ومومي.

له ګاوڼدیانو په وربهېدونکو اوبو د یاد هېواد کرنه او د اوبو برېښنا ډېره برخه متکي ده، او د ګاونډیو هېوادونو لخوا د اوبو کنټرول پاکستان ته لویې ستونزې جوړولی شي.

همدا لامل دی چې پاکستان له هند سره ستونزه نشي اوږدولی، ځکه هند ورته د اوبو بندولو ګواښ کړی دی.

پاتې دوه نور ګاونډیان، یعنی چین او تاجکستان، هغه هېوادونه دي ‌چې نه له افغانستان هغوی ته اوبه ورځي او نه هم له یادو هېوادونو افغان خاروې ته اوبه بهیږي.

افغانستان له خپلو اوبو څرنګه سمه ګټه اخیستلی شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان د ترانزیت لارې په مرسته پر افغانستان خپلې غوښتنې مني

اوبه د افغانستان لپاره یوه ستراتیژیکه وسله ده چې د خپلې ګټې لپاره ورنه کار اخیستلی شي. د دې کار لپاره لږ تر لږه د دریو لویو بندونو جوړول یا پرې کار پیلول اړین دي.

د کندز یا کوکچې په سیندونو یو بند کولای شي په آمو سیند کې د افغانستان د اوبو سهمیې دریمه برخه اوبه کنټرول کړي.

د کونړ سیند د دویم بند جوړولو لپاره ستراتیژیک موقیعت لري او کولای شي پاکستان د بهېدونکو اوبو ډېره لویه برخه کنټرول کړي.

دا کار به پاکستان اړ کړي چې له افغانستان سره خپل چلند بدل کړي او د دوښمني پرځای له افغانستان سره دوستي وکړي.

پر هلمند سیند د یو بل لوی بند جوړول اړین دي چې ایران ته بهېدونکې اوبه کنټرول کړي. که څه هم له یاد هېواد سره د اوبو نړیوال تړون شته، خو افغانستان د خپلو د اضافي اوبو زېرمه کولو حق لري.‌

د وروستیو تخنیکي مطالعاتو پر بنسټ که ایران له تړون شویو اوبو، اضافي اوبه په پیسو وپيري باید د کال ۳۰۰ میلیونه ډالر افغان لوري ته ورکړي.

د دې ټولو سربېره د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو- انرژۍ - خوړو اړیکه یو ځای په معاملاتو کې تر بحث لاندې نیول کېږي.

که څه هم په دې اړیکه کې هدف د دغه دریو پارامترو ترمنځ کلکه اړیکه ده خو په سیاسي تعاملاتو کې د پولې اوښتونکو اوبو د ورکړې په بدل کې انرژي، خوراکي توکي او یا هم نورې اسانتیاوې ترلاسه کېږي.

همدا لامل و چې ازبک چارواکو تاجک اتباعو ته له وېزې پرته سفر او ترانزیټ اسانتیاوې ورکړې.

همدارنګه که چېرې په آمو سیند کې د افغانستان د اوبو حقوقي مسایل حل شوي وای، اوس افغانستان کولای شول له ازبکستان او ترکمنستان، د اوبو په بدل کې برېښنا یا نقدې پیسې ترلاسه کړې وای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګاونډیان د کډوالو موضوع هم پر افغانستان د فشار لپاره کاروي

د افغانستان لپاره د ترکمنستان د ځانکړو اړیکو وړاندیز غوره فرصت دی چې اوبه د انرژۍ په بدل کې معاوضه کړي، ځکه چې ترکمنستان د افغانستان اوبو ته د کرنې او څښاک او افغانستان د ترکمنستان انرژۍ ګاز او برېښنا ته اړتیا لري.

ټوټاپ او ټاپي پروژې د انرژۍ لپاره ښه مثالونه دي او کېدای شي د اوبو معاوضه په دې پروژو کې ضمیمه شي.

له همدې کبله ویلی شو چې د اوبو مدیریت یوازې د بندونو جوړول نه بلکې د دا ډول حقوقي مسایلو حل او پلي کول هم دي.

دا چې اوس له ازبکستان او ترکمنستان سره اړیکې ښې دي نو د آمو سیند پر اوبو د بحث ښه وخت دی او معامله به ورسره ستونزمنه نه وي. ځکه افغانستان په پورتنۍ برخه کې پروت دی او دریځ به یې پیاوړی وي.‌

له بل اړخه، یاد هېوادونه پر افغانستان بې له ترانزیټ د ایران او پاکستان په ډول مهاجرین او د فشار نور توکی نلري.

که څه هم افغانستان اوس په جګړه کې ښکېل دی او د اوبو چارې لومړیتوب نلري، خو د اوبو مدیریت پالیسیو ته لومړیتوب ورکول په اوږد مهال کې کولای شي د افغانستان او ګاونډیانو د اړیکو انډول برابر کړي.‌