شاته

د کرونا وایرس خلاف وېکسین ممکنه ده چې د ۲۰۲۱ پورې تیار شي

دوا جوړونکې نړیوالې کمپنۍ جانسن اېنډ جانسن ویلي د سږ کال د سپټمبر په میاشت کې به په انسانانو کې د کرونا وایرس په ضد د وېکسین ازموېنې شروع کړي او امکان دی چې دغه وېکسین به په بیړني حالاتو کې د استعمال دپاره د اینده کال په لومړو ورځو کې تیار وي.

د کمپنۍ مشر اېلېکس ګورسکي د امریکې اېن بي سي تېلي وژن ته وویل د تحقیق ابتدايي مودنې ښايي چې دغه تجرباتي وېکسین به د کرونا وایرس خلاف موثره وي.

ښاغلي اېلېکس زیاته کړه کوښښ یې دی چې د وېکسین پېداوار یا توليد زیات کړي، په لومړیو ورځو کې زرګونه مېلینونه او د ۲۰۲۱ تر اخېره پورې یو ارب وېکسین تیار کړی شي.

جانسن اینډ جانسن وویل د امریکې حکومت د صحت او خدماتو ادارې سره په شریکه یې د وېکسین د ازموینو او تیارۍ دپاره یې یو ارب ډالر پېسې تاکلي دي. کمپنۍ وویل که چېرې د وېکسین انساني ازموینې کامیابې شوې نو پیداوار به یې ګړندی کړي او د یو ارب نه زیاتې وېکسېنې به تیارې کړی شي.

جانسن اینډ جانسن وویل په بیړني حالاتو کې د استعمال دپاره به د وېکسین لومړۍ برخه د کال ۲۰۲۱ به لومړو ورځو کې تیاره وي.

کمپنۍ وویل د کرونا خلاف وېکسین به د تجارتي منافعې په غرض نه تیاروي خو دا یې واضحه نه کړه چې د صارفینو دپاره به د کمپنۍ خرچه څومره وي.

د کرونا وایرس ضد وېکسین په اړه د کمپنۍ د اعلان نه وروسته په سټاک مارکېټ یا د ونډو په بازار کې د جانسن اېنډ جانسن د برخو قیمت زیات شو.

موډرنه تېراپیوتېکس اف کېمبرج، مېساچوسټس، نومې امریکايي کمپنۍ د وړاندې څخه ویلي چې د امریکې د حکومت ادارې نېشنل انسټیټیوټس اف هېلت سره په همکارۍ یې د کرونا ضد وېکسین انساني ازموینې یې شروع کړي دي.

د امریکې د صحت ادارې ویلي دواړو کمپنو سره همکاري کوي چې د وېکسین په جوړولو کې تادي وشي.

په امریکا کې نوي دوا د ازموینو د یو شمیر مرحلو ته تېریږي او ساینس پوهان د هغه ټولو خلکو څارنه کوي چې په ازموینو کې شریک شوي وي او ګوري چې ایا دغه دوا خو یې په بدن کوم بد اثر نه دی کړی. امریکې تر څنګ په چین او د نړۍ په یو شمېر ملکونو کې د کرونا وایرس خلاف وېکسین په تیاروولو کار روان دی.