شاته

نیویارک د کرونا سره مبارزې ته یو میلیون روغتیایي کارکوونکي غواړي

چارواکي‌ وايي کروناویروس د سه شنبې تر ورځې مارچ ۳۱ (وري۱۲)‌ پورې په امریکا کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۱۵۶زره نور پرې اخته دي.

په همدې حال کې د نیویارک والي اندریو کاومیو ویلي دي چې په ایالت کې یې د کرونا سره مبارزې لپاره تر یو میلیون روغتیایي کارکوونکي په کار دي.

نیویارک په امریکا کې د کروناویروس اصلي مرکز بلل کیږي. په نیویارک کې تر دې دمه څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي‌. والي اندریو کاومیو وايي چې د نیویارک حالت ته په کتو باید د امریکا نور ایالتونه هم ځانونه داسې یو وضعیت ته چمتو کړي.

والي داسې مهال یو میلیون روغتیایي کارکوونکي غواړي چې په نیویارک کې د کرونا له خپرېدو سره سم ۸۰ زره تقاعد شوي نرسان، ډاکټران او نور مسلکي کارکوونکي رضاکارانه بېرته خپلو کارونو ته وګرځېدل. د دې تر څنګ د مریلنډ له ایالت څخه د سمندري ځواکونو یو سیار روغتون چې زر بسترونه لري هم نیویارک ته ولېږدول شو.

د امریکا په بل ایالت کلفورنیا کې چارواکو د نورو روغتیايي کارکوونکو غوښتنه کړې ده. هلته هم د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

کارپوهان وايي که د کرونا له کبله د خلکو تلفات همداسې روان وي امریکا به په نړۍ کې تر نورو هېوادونو ډېر تلفات ولري. چین چې په لومړي ځل په کې دا ویروس خپور شو، د چارواکو په خبره په کې شاوخوا ۳۳۰۰ کسان په کې مړه شوي.

د لویدیځ پاسفیک د سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر تاکیشي کاسايي وویل چې له کرونا سره مبارزه به د ډېر وخت لپاره وي. هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د خپل حالت ته په کتو له دغه ویروس سره مبارزه وکړي.

تر دې دمه د امریکا په ۳۳ ایالتونو کې خلکو ته ویل شوي دي چې په کورونو کې پاتې شي او د باندې دې تګ راتګ نکوي.

په تازه اقدام کې د ویرجینیا او مریلنډ حکومتونو هم تر شاوخوا دریو میاشتو پورې ګرځبندیز اعلان کړ. په واشنګټن ډي سي هم ګرځبندیز اعلان شوی دی. د ګرځبندیز پر مهال د خوراکي توکو د اخیستلو، ډاکټر ته د تګ راتګ، کار او د ژوند ځینو نورو ضروري کارونو لپاره تګ راتګ اجازه لري.

په دې حساب تر دې دمه په هرو دریو امریکایانو کې یې دوه ته ویل شوي چې په کور کې پاتې شي. ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې راروانه میاشت به خطرناکه وه او ولس دې باید له دغه حالت سره مبارزې ته پوره چمتو وي.

په همدې حال کې په فلوریډا کې به نن چارواکي غونډه کوي چې هغه سیاحتي بېړۍ ته د بېرته راتګ اجازه ورکړي که نه.

په دغې بېړۍ کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان ناست او له دوو اونیو راهېسې په اوبو کې ایسار دي. دوی د لاتینې امریکا په سیاحت تللي وو.

په بېړۍ کې ډېر کسان د کروناویروس نښې نښانې لري او تر دې دمه څلور تنه په کې مړه شوي دي، اته نور په کروناویروس اخته شوي دي او د بېړۍ ماموران وايي‌چې نور ټول سپاره ښه دي.

دا بېړۍ د امریکايي چارواکو ځانګړې اجازې ته ضرورت لري چې د پاناما له تونل څخه واوړي‌.

د کرونا ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۴۰زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۸۰۷زره نور پرې اخته دي.