شاته

عبدالله د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم ننګه وکړه

د افغانستان پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو لپاره د اعلان شوي‌ مذاکراتي ټیم ننګه وکړه.

ښاغلي عبدالله د سه شنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري۱۲) په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي‌ دي چې د همه شمول ټیم جوړول د بین الافغاني مذاکراتو په لور یو مهم ګام دی.

ښاغلي عبدالله همدغه راز وايي چې‌ د ټیم په اړه د درک وړ ځینې اندېښنې شته دي خو "مذاکراتو ټیم د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت او زموږ د ملي ګټو نمایندګي کوي. موږ وخت لرو چې د ټیم له لوري د راپور ورکولو په میکانیزم او د صلاحیت په سرچینو یې خبرې وکړو".

افغان حکومت څو ورځې مخکې د معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته د ۲۱ کسانو یو ډله اعلان کړه. په دغې ډلې کې د حکومت او په افغانستان کې د نورو بېلابېلو سیاسي ډلو او مدني ټولنو استازي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دغه ټیم اعلانول د سولې په لوري یو مثبت ګام وباله. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا ټیم همه شمول وباله او ننګه یې وکړه.

خو طالبانو د شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري۹) په یوې اعلامیې کې وویل اعلان شوی ټیم په افغانستان کې د ټولو "سیاسي جهتونو" نمایندګي‌نشي کولی.

د طالبانو اعلامیه وایي دا ټیم "زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی. د دې پخاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای..."

طالبانو نه دي ویلي چې له " سیاسي جهتونو" څخه یې هدف څوک دي؟

په همدې حال کې طالبان وايي چې د دوی یو پلاوی کابل ته رسېدلی دی چې د بندیانو د آزادېدو لړۍ پیل کړي. د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د سه شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په پلاوي کې درې کسان شامل دي او"هغوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي، او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي".

افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون په اساس ۵۰۰۰ طالبان بندیان خوشې کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.