شاته

بلوچستان ایالت کې د کرونا ناروغانو شمیره ۱۵۴ ته ورسیده:‌ ایالتي ویاند 

د پاکستان بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي په ایالت کې د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۱۵۴ ته سېوا شوې چې پکې شپاړس د ایالت ځايي خلک او پاتې نور د ایران نه ورغلي شیعه زایرین دي.‌

د نړ‎ۍ د نوروهیوادونو په څېر پاکستان کې هم د کرونا ناروغانو شمیره په سیوا کیدو ده.‌ په پاکستان کې کرونا وایرس دلاسه د مړو شمېر ۲۴ رسیدلی دی او په ملک کې ۱۷۳۱کسان دې وایرس وهلي دي. بلخوا، وزیراعظم عمران خان تیره ورځ‌ ویلي په هېواد کې په حرکت مکمله پابندي یا لاک ډاون به د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې کامیاب ګام نه وي.‌

د ایران او افغانستان سره په پله پرتې بلو چستان کې ھم د کرونا د مریضانو په شمېر کې زیاتوالی راروان دی او په تیرو لسو ورځو کې شپاړ‎س تنو کې د کرونا وایرس پخلی شوی.

د بلوچستان حکومت ایالتی ویاند لیاقت شاہواني تیره شپه پر خپل ټویټر لیکلي:‌ ٫٫ نن په بلو چستان ایالت کې دوہ نور د کرونا وایرس کیسونه رپورټ شوي چې ټوله شمېره ورسره یو سل چلورپنځوس تهورسیده.‌٬٬

ښاغلي شاہواني لیکلي د یو زر اته سوہ پنځوس شکمونو تنانو د کرونا وایرس ټیسټونه یې کړ‎ي چې یو ۱۵۴ پکي مثبت دي، د شاہوني په خبرہ د کرونا په ناروغانو کې ۱۳۸ له ایرانه څخه راغلي شیعه زیارت کونکي او ۱۶ ځایي خلک دي.‌

د کوټې د فاطمه جناح چیسټ اینډ جنرل روغتون مشر ډاکټر نورالله موساخېل و ډیوہ ته ویلي په ځایي ناروغانو کې څلور ډاکټران ھم شامل دي چې د علاج لپارہ قرنطینه شوي دي.‌

تر دې وړ‎اندې د ایالت اعلا ویز جام کمال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي “د کوټې په شېخ زاید روغتون کې د کرونا وایرس مثبت قرنطین شوو ۱۷ مریضانو ټیسټ له چورلسو ورځو قرنطین پس منفي راغلی”.

د ډاکټر موساخېل په خبرہ یو ماشوم او یوہ پیغله له چورلس و ورځو قرنطین ورستو خپلو کورونو ته لېږ‎ل شوي او د کومو ۱۷ کسانو چې ټیسټ منفي راغلی ھغه کسان لا په شیخ زاید روغتون کې بستر دي.‌

د بلوچستان د صحت د محکمې له لوري په خپارہ شوي راپور کې لیکل شوي چې د ایران او پاکستان سرحدي ښار تفتان په کې ۲۰۶ او په کوټهکې ۱۶۶ تنه قرنطین دي ،د قرنطین تنو اوسنیشمېر ۳۷۰ دی.‌

په بلو چستان کې د کرونا وایرس یو مریض مړ‎ہ شوی چې د کوټې اوسیدونکی وو.‌

په راپور کې لیکل شوي د ۱۷۷۱ شکمنو خلکو د وینو ټیسټ یې کړ‎ی چېد ۱۵۵۴ تنو ټیسټونه منفي راغلي ، د ۶۲ تنو رپورټونه راتلونکي دي.‌

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.