شاته

د کرونا وايرس پرضد د ټائيګر فورس نه، د طبي اوزارو او عملې ساتنه ضروري ده

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کرونا وايرس پرضد د ټائيګر فورس اعلان کړی، خو د نوموړي دغه اعلان ته په ټولنيزو رسنیو غبرګون ويل شوی، چې د کرونا وايرس پرضد مبارزې دپاره د ټائيګر فورس نه بلکې د طبي اوزارو او عملې د ستانې ضرورت دی.

عمران خان تېر ماښام په ټیلي ويژن قام ته په وېنا کې يو ځل بیا د لاک ډاؤن يا ټولبنديز مخالفت کړی خو ويلي يې دي ټائيګر فورس به جوړوي او هغه به د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې د پوځ او غېر پوځي ادارو سره مرسته کوي او بې روزګاره خلکو ته به ډوډۍ رسوي.

خو د سند صوبې حکومتي وياند مرتضی وهاب په عمران خان نيوکې کړي چې د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره يې خپل هيڅ پلان وړاندې نه کړو.

"وزيراعظم بايد قوم خبر کړی وی چې د کرونا وايرس په اړه څه پلان لري. خو د بده مرغه داسې يې هيڅ ونه ويل. د کرونا ټائيګر نه سېوا ملک وينټيلېټرو او طبي عملې ساتنې ته اړتيا لري".

پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په سند صوبه کې مخې ته راغلې او په دې صوبه کې تر ټولو اول ټولبنديز په ځای کړی شوی دی.

د سند صوبې وزيراعلی مرادعلي شاه ويلي که ټولبنديز مخکې شوی وی ښايي دومره ډېر خلک به د کرونا وايرس څخه نه ؤ اغېزمن شوي.

د عمران خان د ټائيګر فورس ته اعلان په سوشل ميډيا غبرګون ويل شوی دا خلک به تربيه نه وي او دوی به په خپله د کرونا وايرس ښکار شي.

ژورنالسټ مرتضی سولنګي ويلي،

"څوک رضا کار به ځي چې هغه تربيه شوي نه وي، غېر محفوظ ځوانان زامن او لوڼه چې هغه په خپله د کرونا ښکار شي؟ ايا عمران خان به (خپل زامن) قاسم او سلېمان د ټائيګر فورس مشران کړي؟".

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېرپاؤ ويلي،

"د ټائيګر فورس د لارې د خلکو مرستې بايد سياسي نه شي، او په ضرورتمندو خلکو دې څیزونه د ضلعي انتظاميو د لارې وويشل شي".

عمران خان په خپله وېنا کې دا هم ويلي چې د کرونا وایرس د مخنيوي دپاره يې اته اربه ډالره پېکج اعلان کړی او دوی د کرونا وايرس پرضد وسايل نه لري يواځې د ايمان او ځوانانو قوت ورسره دی.

هغه وويل د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره يو فنډ جوړوي او چې څوک پکې څومره پېسې اچول غواړي د هغه نه پوښتنه نه شي کولی.