شاته

په امريکا کې د کرونا په وايرس اخته شوؤ شمېره د یو لاک او ۶۴ زرو نه واوښته

د تازه شمېرو ترمخه دا وخت په نړۍ کې په کرونا وايرس اووه لاکه، ۸۶ زره او ۲۲۸ کسان اخته شوي او ۳۷ زره ۸۲۰ کسان ترې مړه شوي دي.

د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په ۱۷۸ هېوادونو کې خور د کرونا په وايرس اخته هېوادونوکې امريکا دا وخت به سر کې ده.

د پوهنتون د شمېرو يواځې په امریکا کې يو لاک، ۶۴ زره او ۵۳۹ کسان د کرونا په وايرس اخته دي، او په دغه هېواد کې د کرونا وايرس نه ۳۱۷۰ کسان مړه شوي او ۵۸۹۶ ترې صحتمند شوي هم دي.

د امریکې نه وروسته اټلي هغه هېواد دی چې په کرونا وايرس د اخته خلکو شمېره پکې د يو لاک نه سېوا شوې او هلته يو لاک يو زر او ۷۸۹ کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

خو بل لور ته په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرس نه تر ټولو زيات خلک هم په اټلي کې مړه شوي او د پوهنتون د شمېرو ترمخه په دغه هېواد کې ۱۱زره ۵۹۱ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په اټلي پسې په دوېم نمبر سپېن دی چرته چې د دې وايرس نه اووه زره ۷۱۶ کسان، او بيا چين دی چرته چې ۳۳۰۹ کسان کرونا وايرس مړه کړي دي.

د کرونا وايرس د دسمبر ۲۰۱۹ په وروستیو ورځو کې د چين په وهان ښار کې ښکاره شوي او د هغې وروسته نورې نړۍ ته خواره شوي دي.