BBC
 شاته

هغه کس یو کال بندي شو چې پولیسو ته ور پرنجېدلی

د انځور حقوق Getty Images

برتانیا کې یو کس دوو پولیسو ته د ور پرنجېدو له امله په یو کال بند محکوم شو.

دغه کس د پرنجېدو پر مهال دعوه کړې وه چې کورونا نیولی دی.

پال لېورز د برتانیا د مینفیلډ نتنګم شایر اوسېدونکی دی.

نوموړي په ځان دا تورونه منلي دي.

خو پولیس وايي، دا کس کورونا وېروس نیولی نه و او ټول سرتېري خوندي دي.

پولیسو د دغه کس چلن بد او له کرکې ډک بللی دی او د محکمې له قاضي یې مننه کړې ده چې دغه کس ته یې یو کال بند اورولی دی.

دوی دا هم ویلي چې دا سزا یو ښکاره پیغام دی.

برتانیا کې کورونا

برتانیا کې نږدې شل زره کسان په کورونا اخته دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینېک راب وايي، په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۱۴۰۸ کسان مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره، حکومت د طبي مشورو له مخې کار کوي او طبي وسایل دومره زیاتوي چې مثال یې نشته.

ښاغلی راب دا هم وايي، چې روغتونونو کې د بسترونو او روغتیاپالو شمېر کې ډرامايي زیاتوالی راولي.

مهم چارواکي

د انځور حقوق PA Media
Image caption د برتانیا لومړی وزیر هم په کورونا اخته دی.

په مهمو چارواکو کې د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن هم کورونا نیولی او هم د روغتیا وزیره په دې وېروس اخته شوې ده.

د مارچ په ۲۷ د بريتانيا د روغتيایي ادارې له طبي ازموينې وروسته معلومه شوه چې ښاغلی جانسن د کورونا وېروس لري، خو نښې يې جدي نه دي او اوس يې ځان په خپل کور کې ګوښه کړی دی.

د بریتانیا شاهي کورنۍ د مارچ په ۲۵ وویل، چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی، خو زیاتوي چې روغتیایي‌ وضعیت یې ښه دی.

وروستي رپوټونه وايي، چې ښاغلی چارلس اوس کور کې ګوښه توب ختم کړی دی.

نړۍ کې له کورونا وېروس ۳۶ زره کسان مړه شوي او ۷ لکه ۶۶ زره کسان پرې اخته دي.

تر ټولو ډېر کسان ایټالیا کې مړه شوي چې شمېر یې یوولس نیم زرو ته رسېږي او په دغه وېروس امریکا کې ډېر کسان اخته شوي دي، چې یو لک درې پنځوس زرو ته رسېږي.