BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ د امریکا پلازمېنه واشنګټن هم قرنطین شو

کورونا د انځور حقوق EPA
Image caption د نیویارک د مرکزي پارک پرانیستې سیمه د ملي ګارد په همکارۍ په لنډمهالي روغتون بدلېږي.

د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښاروال د دغه ښار له دوو ګاونډیو ایالتونو-مریلنډ او ویرجینیا- له چارواکو سره په ګډه خلکو ته ویلي چې کورنو کې پاتې شي.

دا فرمان له قانوني او تاریخي پلوه په کور کې د پنا اخیستلو لپاره داسې فرمان دی چې د جګړې یا د وېروسی ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کرنتین په وخت پلی کېږي او د واشنګټن ډي سي له استوګنو غواړي چې د خوړو یا طبي خدمتونو له ترلاسولو پرته له کور ونه وځي.

د دې قانون له مخې سرغړوونکي ممکن له نغدي جرمانې او ان زندان سره مخ شي.

ویرجینیا او مریلنډ کې قرنطین

د دوشنبې په ورځ( د مارچ ۳۰) د مریلنډ والي لري هوګان یوه فرمان کې له خلکو وغوښتل چې د اپرېل تر ۳۰ کورونو کې پاتې شي:

"کور کې پاتېدل اوس نور وړاندیز او سپارښت نه دی، بلکی امر دی".

* د نړۍ پر اقتصاد د کورونا وېروس اغېز؟

* د کورونا وېروس له کبله د ځینو ښارونو هوا پاکه شوې

د ویرجینیا والي رالف نورتم هم د دې ایالت له وګړو وغوښتل چې د جون تر لسمې له کورونو ونه وځي:

د ویرجینیا فرمان کې را غلي چې ټول پوهنتونونه او شپه غالي(لیلیې)، سمندرغاړې او نااړین کار کسب باید وځنډول شي.

په دې ډول اوس د واشنګټن په ګډون په دې دوو ایالتونو کې له ۲۲۵ میلیون امریکایانو غوښتل شوي چې کور کې پاتې شي او د جنګي شرایطو په څېر " ځای کې پنا" فرمان ومني.

کورونا وېروس اول ځل د امریکا یو سرتېری مړ کړ

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا ولسمشر وايي، د دغه هېواد روغتونونه به د اړتیا وړ د تنفس مرستندویه الې تر لاسه کړي.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، د کورونا وېروس له امله د دغه هېواد لومړنی سرتېری مړ شو.

د پنټګان بیان کې را غلي چې د ملي ګارډ دا غړی نیو جرسي ایالت کې د مارچ له ۲۱ بستر و.

امریکا کې تر اوسه له یو لک ۶۰ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او نږدې درې زره امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.

یوازې نیویارک ښار کې اته سوه کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې امریکا کې د کورونا مرکز بلل کېږي او ډېر زیانمن شوی دی.