شاته

د طالبانو د زندانیانو خوشې کېدل وځنډېدل - طالب استازي به کابل ته ځي

ټاکل شوې وه چې افغان حکومت د سلو تنو طالب زندانیانو په آزادولو سره، د پنځه زره طالبانو د خوشې کولو پروسه پیل کړي، خو د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) شورا وایي چې دا پروسه ځنډېدلې ده.

د افغانستان د قامي سلامتیا د شورا یو ویاند، جاوید فیصل، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا فیصله له طالبانو سره د حکومتي استازو د خبرو په ترڅ کې شوې ده. فیصل وایي: "سبا (د نهې/سې شنبې ورځ) بندیان نه خوشې کیږي. طالبانو په یوه ویډو کنفرانس کې دې ته راضي شول چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د نور تخنیکي بحث لپاره یو هیئت کابل ته راوليږي."

مخکي تر دي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې پر دې هوکړه شوې وه چې د مارچ له ۳۱مې نه به د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پروسه پیلیږي.

د طالبانو د حملو دوام

که څه هم یوې خوا ته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو پر سر خبرې روانې دي، او د طالبانو او امریکایي ځواکونو ترمنځ هم ډزبندي ده، بل طرف ته طالبانو په افغان حکومتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

افغان چارواکي وایي چې طالبانو په تازه حملو کې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۲۷ عسکر وژلي دي.

په یو له دغو دوو بریدونو کې، طالب یاغیانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ، په تخار ولایت کې چې د افغانستان په شمال کې پروت دی، ۱۳ پولیس عسکر ووژل او یو جګپوړی پولیس افسر یې زخمي کړ.

په دویم برید کې چې پرون د اتوار په ورځ، طالبانو د ډیورنډ کرښې غاړې ته په زابل ولایت کې ترسره کړی، پولیس وایي چې کم از کم یوولس عسکر وژل شوي دي.

علاوه له دې، افغان حکومت وایي چې په هلمند او بغلان ولایتونو کې هم طالبانو حملې کړي او هغو ځایونو کې یې د افغان ځواکونو څلور تنه وژلي دي. ځایي پولیس وایي چې په بغلان کې د طالبانو ۱۳ جنګیالي هم وژل شوي دي.

افغان چاوارکي دعوه کوي چې په نورو ولایتونو کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده، خو جزییات یې ندي څرګند.