د برطانيي شهزاده چارلس چې د کرونا ازموینه یې مثبته وه صحت یاب شوي
د برطانیي شهزاده چارلس چې د کرونا ټیسټ یې مثبت موندل شوی و صحت یاب شوی دی او د خپل ډاکټر په مشوره یې قرنطین ختم کړی دي.
د وایس آف امريکه انګريز څانګې د رپورټ ترمخه د شهزاده چارلس ترجمان د ګل يا دو شنبي په ورځ وویل چي شهزاده چې د تيرو اووه ورځو راهسې یې خپل ځان په خپل کور کي قرنطين کړی و د خپل معالج د مشورې نه پس هغه له قرنطين څخه راوتلی دی.
ترجمان زياته کړه چي د شهزاده چارلس صحت ښه دی او هغه به د حکومت او د صحت چارواکو د لارښودونو په رڼا کې خپل سرکاري کارونه بيرته پيل کړي.
د شهزاده چارلس میرمن کیملا ، چې د کرونا لپاره یې ازموینه منفي موندل شوي وه د دې هفتېتر پای پورې به په قرنطين کې پاتې شي که چیرې هغه هم نښې رامینځته کړي.
بکهنګم محل لخوا جاري شوي يو بيان کي ويل شوي چي د برطانيې ملکه ايلزبيت چي د مارچ په نولسمه نيټه ونډسرز محل ته سره د خپل خاوند تللي وه په صحت روغه ده
د شهزاده چارلس وروسته د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن هم په کرونا وایرس اخته شوی دی او خپل ځان یې په قرنطين کي ساتلی دی. هغه دا مهال خپل ټول سرکاري کارونه د کوره کوي.
په برطانیه کې تر دې مهاله له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر 19,821 ته رسېدلی او د مړیو شمېر یې 1،228 ته رسېدلی او تر اوسه یواځې 151 تنه ترې روغ شوي دي