شاته

ټرمپ له امریکایانو نه په کورونو کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې

د امریکا د ګڼو ایالتونو والیان د کروناوېروس له امله د یوه ناوړه وضعیت له رامنځته کېدو نه سخته اندېښنه لري.

د جان هاپکنز د پوهنتون احصائیې ښيي چې د دوشنبې تر سهاره پورې په امریکا کې ۱۴۲۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي دي چې له لدې جملې نه ۲۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

د اخته کسانو او د مړینو د شمېر له زیاتېدو سره سم، ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مارچ ۲۹] اعلان وکړ چې د اجتماعي واټن د لارښونو د مراعاتو موده د اپریل میاشتې تر پایه پورې غځوي.

ټرمپ تمه وښودله چې "د جون تر لومړۍ نېټې به موږ د ښه والي په لوري لاړ شو".

د کروناوېروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکزونو د نیویارک، نیوجرسي او کنکټېکټ ایالتونو لپاره د سفر لارښونې اعلان کړې دي.

د نیوجرسي والي، فېل مورفي وایې چې پخپل ایالت کې یې "عاجل آزماېښتونه" پیل کړي دي.

اوس د نویو معایناتو له کبله نتیجه په ورځو کې نه بلکې په څو ثانیو کې معلومېږي.

ولسمشر ټرمپ خبر ورکړی چې د خوړو او درملو سازمان "یوې آزموینې ته اجازه ورکړې چې د ابوت کمپنۍ لخوا جوړه شوې ده او دا لږترلږ پنځو دقیقو کې نتیجه معلوموي".

ولسمشر ټرمپ وایې چې د "ابوت کمپنۍ" به د روانې اونۍ له پېل نه په ورځ کې ۵۰۰۰۰ آزموینې ترسره کړي.

د لویزیانا والي جان بېل اېډوارډز د ساه اخېستلو د ماشینونو له کموالي څخه سخته اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې په راتلونکو ورځو کې به د ناروغانو لپاره بستر هم پاتې نشي.

ولسمشر ټرمپ د دفاعي تولیداتو له قانون څخه په استفادې د "جنرال موټرز" د موټر جوړولو له کمپنۍ څخه غوښتي چې د ساه اخېستلو ماشینونه جوړ کړي. حکومت له یوې بلې کمپنۍ سره هم کار کوي چې د ماسکونو د جوړولو ټکنالوژي لري.

قانون جوړونکي د نورو امکاناتو پر برابرولو کار کوي او له خلکو غواړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.