BBC
 شاته

د تېلو بیه ۱۸ کالو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

Oil refinery د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې او سعودي ترمنځ د تېلو د بیې پر سر جنجال هم وضعیت ترینګلی کړی

په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ هېوادونو د کورونا وېروس له ناورین سره لاس او ګرېوان دي، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو غوښتنه کمه شوې او بیه یې له ۲۰۰۲ کاله راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته را لوېدلې ده.

د دوشنبې پر ورځ د بېرل خامو تېلو بیه ۲۲ نیمو ډالرو ته ولوېده، چې د ۲۰۰۲ کال له نومبر راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده.

په تېره یوه میاشت کې شرکتونو د تېلو تولید یا کم کړی او یا یې بیخي بند کړی دی، چې له کبله یې د تیلو بیه هم پنځوس سلنه راکمه شوې ده.

یوازې په بازار کې د غوښتنې کمښت نه دی، د مارچ میاشتې پیل کې د سعودي او روسیې ترمنځ د تېلو د بیو پر سر جنجال هم وضعیت پېچلی کړی دی.

سعودي له روسیې غوښتنه کوله چې د اوپک یا تېلو تولیدوونکو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې خپل تولید کم کړي، خو روسیې ورسره ونه منله.

Image caption تېر ځل د ۲۰۰۲ کال په نومبر کې د تېلو بیه دومره ټیټه شوې وه

‌دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو شرکتونو وار د مخه د خامو تېلو د تصفیه کولو یا پاکولو چاره کمه کړې ده.

لامل یې دا دی چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله هوایي الوتنې او د موټرو تګ راتګ کم شوی، او ورسره د تېلو اړتیا هم کمه شوې ده.

کارپوهان وایي، همدا د کورونا وېروس روان وضعیت د تېلو د بیو کمېدو اصلي او لوی لامل دی.‌

په امریکا کې هم له ځایي شرکتونو تمه کېږي چې تولید کم کړي، ځکه د نورو تېلو ذخیره کولو لپاره ځای نشته. چارواکي‌ هیله لري چې که تولید کم شي نو ورسره به بازار کې د تېلو بیې بېرته عادي‌ کچې ته پورته شي.‌