BBC
 شاته

وحید عمر: د حکومت نوې کابینه به ژر جوړه او اعلان شي

وحید عمر د انځور حقوق GMIC
Image caption وحید عمر وایي، د اوس لپاره له کورونا وېروس سره مبارزه حکومت ته لومړیتوب لري، خو کابینه به هم ژر جوړه شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ژر به د ولسمشر غني‌ په مشرۍ د جوړ شوي‌ حکومت نوې کابینه جوړه او اعلان شي.‌ د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر وايي، د کورونا وبا روان بحران د نوې کابینې جوړولو چارې پڅې کړې دي.

ښاغلي عمر دوشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ملي روغې جوړې شورا د جوړښت چارې هم په وروستي پړاو کې دي.

د نوموړي په خبره، په تېرو درېوو اونیو کې د حکومت ډېره انرژي او وخت د کورونا وېروس د مخنیوي پر لارو چارو ولګېد، خو زیاته یې کړه، ژر به نوې کابینه جوړه شي.‌

د مصالحې د شورا د جوړښت په اړه ښاغلي‌عمر وویل چې چارې یې ډېرې مخکې تللي.‌

ده زیاته کړه، د حکومت ژمنه دا وه چې طالبانو د خبرو اترو یو کوچنی پلاوی به جوړېږي او بیا به د پرېکړو نیولو یوه ستره شورا جوړېږي چې اړینې لارښوونې ورته وکړي.

افغان حکومت وايي، د مصالحې شورا جوړښت یې د هغه مذاکراتي پلاوي پر تله پراخ دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره ټاکل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر ورځ ژمنه وکړه چې تر دوو اونیو به یې نوې کابینه اعلان کړي. خو له دغې ژمنې څه باندې درې اوونۍ تېرې دي او نوې کابینه نه ده اعلان شوې.‌

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني وایي، عبدالله عبدالله ته خپل حکومت کې رول ورکوي، خو د هغه لخوا دا وړاندیز رد شوی دی

څو ورځې وړاندې ښاغلي غني ویلي وو، د ټاکنیزو جنجالونو د پای ته رسولو لپاره چمتو دی د خپل سیال عبدالله عبدالله یو شمېر پلویانو ته په کابینه او پخپله ده ته د سولې په چارو کې دنده ور کړي، خو د ده په ټکو ښاغلي‌ عبدالله دغه وړاندیز رد کړ.

د ولسمشر غني‌ ستر سلاکار وحید عمر وایي، د ښاغلي غني او پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د حلولو لپاره خبرې اترې روانې دي.

خو دی ټنیګار کوي ‌چې د اوس لپاره له کورونا وېروس سره مبارزه حکومت ته لومړیتوب لري.

د نوموړي په خبره، د دواړو لوریو ترمنځ داسې لانجه چې هغه دې کړکېچ ونومول شي، نشته، خو د دغو اختلافونو د حلولو لپاره هڅې کېږي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی او نوموړي د مارچ پر ۹مه نېټه لوړه هم وکړه.‌

خو ټاکنیز سیال یې عبدالله عبدالله د ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې، ځان یې ګټونکی اعلان کړ او له ښاغلي غني سره پر یوه ورځ د هوکړې له مراسمو وروسته اوس ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.

د امریکا حکومت له دواړه مشرانو غوښتي چې خپلمنځي اختلاف دې ختم کړي، یو ټولشموله حکومت دې رامنځته کړي او طالبانو سره د سولې خبرو ته دې کېني. ‌