BBC
 شاته

کابل کې پر سیکانو څه تېر شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې برید کې ۲۶ کسان ووژل او اته ټپیان شول.

ټاکلې وه تانیا خپله څلورمه کلیزه د پنجشنبې په ورځ ولمانځي، خو چارشنبه برید وشو او هغې دا هیله ګور ته ور سره یووړه.

هغه ورځ د کابل شوربازار کې د سیکانو پر عبادتځي برید وشو چې ۲۶ کسان پکې ووژل او اته ټپیان شول، د تانیا څنګ ته یې د مور مړی هم و.

د انځور حقوق S. Singh Soni
Image caption تانیا غوښتل له برید یوه ورځ وروسته خپله څلورمه کلیزه ولمانځي.

کله چې اول ډز کېده سوني سینګ د عبادتځي تشناب کې و او له مخ او لاس مینځلو وروسته یې غوښتل درمسال کې له نورو عبادتګرو سره یو ځای شي.

خو اول ډز سره د درسمال یا ګردوارې مسلمان ساتونکی محرم علي وژل شو، چې له پنځو کلونو راهیسې یې دا دنده درلوده.

سوني سینګ اول ډز سره له لاسمینځي ووت او بریدګر یې ولید چې د سرحدي پولیسو په جامه کې انګړ ته ورسېد.

سوني سېنګ باوري و چې بهر ترهګرو برید کړی او امنیتي سرتېری انګړ ته ننوتلی او غواړي بام ته وخېږي، خو ویې لیدل چې بریدګر پر ۱۳ کلن ماشوم ډز وکړ.

دی له بریدګر نږدې ۲۰ متره لرې او شا ته یې و، ځکه وتښتېد او له نورو دریو کسانو سره خونه کې پټ او ځان پورې یې دروازه وتړله.

ګوردواره درې پوړیزه ده، ترورزی یې له دویم پوړ دغه بریدګر ته نارې وهي: "دا د راتلو وخت دی، ترهګرو ټول ووژل".

خو نه پوهېږي چې غږ پر بریدګر کوي، په ده هم ډزې کېږي، خو تښتي او له څو ماشومانو سره خونه کې پټېږي.

د انځور حقوق S. Singh Soni
Image caption د سوني سینګ سوني پلار هم دې برید کې ووژل شو.

انګړ کې ټول کسان خونو کې پټېږي، خو شل کسان د عبادت ځانګړې خونه کې دي، بریدګر هم دویم پوړ ته پسې ورځي او پر دوی ډزې کوي او وژني یې.

"هغه پنځلس دقیقې انګړ کې و او لاندې او پورته تلو".

یو ځل هم د سوني سېنګ او دریو کسانو خونې ته ورځي، دروازه په لغت وهي، خو نه پرانیستل کېږي او دا حالت سوني سېنګ ته ډېر سخت او وېروونکی و:

" د ژوندي پاتېدو هیله را سره نه وه، پوهېدم که بریدګر را ننوځي، دوه ښځې هم را سره وې، نه مې غوښتل له دوی سره بې ناموسي وشي، په دې نظر وم چې که را ننوځي، نو اول ډز په ما کوي، چې له دې ښځو سره یې بې ناموسي ونه وینم".

سوني له نورو غوښتل چې ارام اوسي، غږ ونه کړي، چې د بریدګر ور پام نه شي.

نږدې لس کسان د درمسال څو خونو کې پټ وو، کله کله د لاس بم او کلاشینکوف غږ اورېدل کېده. انګړ کې دوه ګاډي هم وو چې کله کله به یې د ارن غږ واورېدل شو، نور د څه شي غږ نه و:

" د ګاونډیانو هیڅ غږ نه و، فکر مو کاوه داسې سیمه کې ژوند کوو چې هیڅ بل انسان پکې ژوند نه کوي، شاوخوا مو مسلمان وروڼه شته، خو هیڅ غږ یې ونه کړ او نه څوک زموږ مرستې ته راغلل".

سوني په دې باور و چې له دوی پرته نور ټول وژل شوي، له برید مخکې لس ماشومان دریم پوړ کې په انګریزي زدکړه بوخت و.

دوه کاله مخکې هم په بل مرګوني برید کې ۱۷ سیکان ووژل شول او هغه وخت کاناډا وویل چې افغان سیکانو ته پنا ور کوي.

دې ماشومانو هم انګریزي زده کوله چې "کاناډا کې ستونزه ونه لري، خو له دوی مو هم لاس مینځلی و".

د انځور حقوق MOI
Image caption امنیتي ځواکونه څو ګړۍ له بریدګر یا بریدګرو سره وجنګېدل

بریدګر د سوني سینګ پلار، ورېندار، ترورمېړی، درې کلنه ورېره تانیا او ترورزی ووژل او مور یې ټپي شوه.

ټول ۲۵ وژل شوي کسان سره خپلوان وو، چې پکې شپږ ښځې، درې څلور بوډاګان او پاتې ځوانان و چې ډېری ۲۶ کلن و، ښځې یې کونډې او بچیان یې بې برخلیکه شول.

د برید پرمهال زه او څو نور خبریالان د پېښې ځای ته ډېر نږدې وو. امنیتي ځواکونو لار تړلې وه او چا ته اجازه نه وه چې درسمال ته نږدې شي، ان څلور پنځه سیکان چې اندېښمن وو، نه پرېښودل کېدل، ور ته پام مې و چې یو له بل لا ډېر زنګونه وهي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې سیکانو د برید پر مهال درسمال ته نږدې ځانونه ورسول.

درې ورځې وروسته مې ور سره تماس ونیو او د ټلیفون کولو پوښتنه مې ترې وکړه.

چیبل سینګ په هغه مرګونې ورځ له څلورو سیکانو سره خبرې کولې، چې خونو کې پټ وو، هغوی کمپلو کې پټ و چې بریدګر یې غږ نه واوري.

د سوني سینګ سوني خلاف چیبل سینګ وايي: " څلور بریدګر وو، دوه شخصي جامو کې او دوه هم د افغان ځواکونو دریشي کې".

کورنیو چارو وزارت هم لومړیو کې د څلورو بریدګرو خبره کوله، خو وروسته یې وویل: " د یوه بریدګر وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد".

خو سوني سینګ هم پر یوه بریدګر ډېر باوري نه دی: " ما یوازې یو بریدګر ولید، چې ننوت یوازې و، خو پرون چې د لږ وخت لپاره درمسال ته لاړم، ومې لیدل چې د یو بل بریدګر جمپر هم و. رېډبول بوتلونه، سیګرټ او اوبه یې هم څښلې وې. موږ د یوه مړی ولید، چې امنیتي ځواکونو ور سره یووړ، د بریدګرو له کره شمېر پوره مالومات نه لرم".

د انځور حقوق MOI

چیبل سینګ د برید پر مهال عبادتځي کې له خپلو څلورو خپلوانو- ارندر سینګ، درندر سینګ، جګجیت سینګ او کولندر سینګ- سره ټلیفوني خبرې وکړې.

کولندر سینګ، چې ورو غږېده چیبل سینګ ته یې ویلي و: " ټول پټ شوي یو، بریدګر راغلي او په لغتو دروازه وهي. په جګ غږ خبرې نه شو کولی".

کولندر سینګ بیا خبره ونه کړه، هلته ووژل شو.

تېرو دوو کلونو کې پر سیکانو دوه بریدونه شوي او د سوني سینګ سوني اندېښنه او وېره ډېره شوې ده:

"دومره ډارېږم چې که دروازه ووهل شي، فکر کوم څوک راغلی، بریدګر د پولیسو لباس کې و، پولیس مې چې له څنګ تېرېږي ترې ډارېږم".

د چارشنبې ورځې د قربانیانو د جنازې مراسمو کې هم چاودنه وشوه، خو پولیسو وویل، مرګ ژوبله نه لري.

کلونو جګړې او تبعیض د افغانستان سیکان او هندوان وطن پرېښودو ته اړ کړي دي.

له اویایمې لمري لسیزې مخکې افغانستان کې دوه لکه پنځوس زره سیک او هندو کورنۍ څو سترو ښارونو کې وې، خو اوس له سلو کمې کورنۍ شته.

د انځور حقوق S. Singh Soni
Image caption په عبادتځي کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسمو کې هم چاودنه وشوه.

چیبل سینګ وایي: " حالت ډېر خراب دی، کابل، جلال اباد او غزني کې زموږ د خلکو زوړنه مات شوي، له افغانستان وځي داسې هېواد ته ځي چې پنا ور کړي".

سوني سینګ سوني هم ورته نظر لري او وايي. " مخکې مو پر افغانستان ډېر شکر اېست، چې پلار مې ژوند و، ویل یې له افغانستان مه وځئ. مور مې هم. خو اوس پر افغانیت ډېر شرمېږم، ډېر شرمېږم".

د انځور حقوق S. Singh Soni
Image caption ځینې سیکان د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستو سلمه کلیزه لمانځي.

داعش یا اسلامي دولت د سوني سینګ سوني د پلار او نورو خپلوانو د وژلو مسوولیت منلی.

د دې رپوټ برابرولو لپاره د سوني سینګ سوني فیسبوک ته هم لاړم. پر خپل یوه عکس یې لیکل شوي و. برما کې د مسلمانانو د وژلو مخه ونیسئ.