BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ یو شمېر ولایتونو کې ۲۵۲ زندانیان خوشي شول

د لغمان څخه ازاد شوي زندانیان
Image caption د لغمان څخه ازاد شوي زندانیان

د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳۰) د افغانستان د یو شمېر ولایتونو لکه کندهار، بغلان، بلخ او لغمان له زندانونو څخه سلګونه بندیان خوشي شول.

کندهار

د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د دوشنبې په ورځ د کندهار له مرکزي زندانه په جنایي جرمونو تورن نژدې ۶۰ زندانيان د کورونا وېروس د مخنيوي په پار خوشي شول.

دا خوشي شوي هغه زندانيان دي چې د بند موده یې له شپږو کلونو زياته وه او ډېر وخت يې په زندان کې تېر کړی دی .

د کندهار له سرپوزې زندان راخوشي شوو بندیانو کې یوه میرمن او ۵۵ نور نارینه شامل وو .

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، چې دوی به په راتلوونکو څو ورځو کې د دې فرمان له مخې یو شمېر نور زندانيان هم خوشي کړي.

بغلان

همدارنګه د بغلان له زندانه ۷۶ زندانیان خوشي شول.

د دې ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازی وايي، د کوویډ-۱۹ وېروس سره د مبارزې په پار د ولسمشر غني د فرمان پر اساس دا زندانیان خوشي کوي، چې د بند موده یې هم له پنځو کلونو کمه پاتې ده.

Image caption له کندهاره څخه خوشي شوي زندانیان

ښاغلي نیازي زیاته کړه په دې بندیانو کې هغه کسان شامل دي چې درانه جرمونه نه لري او د بند موده یې له پنځو کلونو کمه پاتې وه خو د ده پر ټکو په دې ډله کې هغه زندانیان نه دي شامل چې جرمونه یې درانه وي لکه قتل، اختطاف، تیری او یا هم ترهګریز جرمونه یې کړي وي.

په همدې حال کې د بغلان د پولیسو د امنیت امر سمونیار نقیب الله وايي، چې له ټولو زندانیانو یې ژمنه اخیستې چې په خپلو سیمو کې به بیا ناوړه کړنې ترسره نه کړي او که داسې وکړي، نو پولیس به یې بیا ونیسي.

دا فرمان هغه وخت صادر شو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کورونا له ډېرېدو اندېښنه وښوده.

همدارنګه د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاډ څرګندوي چې خوشي کیدونکي زندانیان د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د دوی له لوري چیک او معاینه کیږي.

یو شمېر خوشي شوي کسان د دې فرمان د صادریدو هرکلی او ژمنه کوي چې بیا به ناقانونه کارونو ته مخه نه کوي او د خلکو په خدمت کې به وي.

د انځور حقوق GMICAFGHANISTAN
Image caption د مارچ ۲۶مه د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس یوه ګډه خبري غونډه

د بغلان د زندان رییس محمد سالم کوهستانی وايي، په دې زندان کې له ۷۰۰ زیات بندیان شته او اټکل کیږي چې د دې فرمان په لړ کې خوشي شي.

نوموړی د کورونا وېروس سره د مبارزې په پار د بندیانو خوشي کول ګټور بولي.

بلخ

همدارنګه د افغان ولسمشرد ځانګري فرمان له مخې د بلخ مزارشریف له مرکزي زندان نه په جنایې او نورو جرمونو تورن نژدې ۷۵ زندانيان د کورونا ويروس د مخنيوي له امله خوشي شول.

Image caption له بلخ څخه خوشي شوي زندانیان

دغه زندانيان چې د بند موده یې له شپږو کلونو زياته وه او زيات وخت يې په زندان کې تېر کړی وو خوشي شول.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد بي بي سي ته وویل، په خوشي شویو کسانو کې ۵۰ نارینه، ۱۵ مېرمنې او ۱۰ ماشومان شامل دي.

لغمان

بلخوا د همدې فرمان له مخې د لغمان له عمومي زندان څخه ۴۶ بندیان خوشي شول.

د لغمان د مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په مشرۍ کمېسیون جوړ شوی او له خوشي شویو بندیانو وغوښتل چې عادي ژوند ته وګرځي او بیا جرمونو ته مخه نه کړي.

نوموړی وايي، د ولسمشر د حکم له مخې به پر شرایطو برابر بندیانو د خوشي کولو لړۍ دوام پیدا کړي.

Image caption د لغمان له زندانه خوشي شویو بندیانو خوښي ښودله چې د ولسمشر د حکم له مخې ورته له بنده د خوشي کېدا فرصت برابر شوی.

همدارنګه د لغمان د زندان عمومي مدیر الحاج نورمحمد خان او د استیناف د څارنوالۍ استازي هم له زندانیانو وغوښتل ترڅو په ټولنه کې بیا ځلې جرم ونه کړي او د خپلې خاورې خدمت وکړي.

خوشي شویو بندیانو خوښي ښودله چې د ولسمشر د حکم له مخې ورته له بنده د خوشې کېدا فرصت برابر شوی.

پکتیا

د ولسمشر غني د لومړۍ ګڼې د فرمان پر اساس د پکتیا ولایت له مرکزي زندان څخه ۲۱ تنه زندانیان هم خوشي شول.

ددې ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، چې په راتلونکو ورځو کې به هم له دې فرمان سره سم نور بندیان هم خوشي شي چې ښايي ياد شمېر تر سلو ورسيږي.

د ښاغلي سهي په خبره په دغه فرمان له مخې هغه جنايي مجرمين چې د بند موده يې له پنځه کلونو کمه پاتې وي؛ لوړ عمر او يا هم لاعلاجه ناروغۍ ولري، د عدلي او قضایي ارګانونو له تفکیک او پېژندنې وروسته یې د بند پاتې موده معاف او خوشي کیږي او دوی تمه لري چې خوشي شوي زندانیان به په ټولنه کې خپل عادي ژوند وکړي.

Image caption د کندهار له سرپوزې زندان راخوشي شوو بندیانو کې یوه میرمن او ۵۵ نور نارینه شامل وو

له بند څخه خوشي شویو کسانو خوښي څرګنده کړه چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې یې د بند موده وروبښل شوه او ژمنه یې وکړه چې له دوی څخه به یې هر یو د ټولنې د یوه مسؤل فرد په توګه ژوند کوي.

پکتیکا

بلخوا په پکتیکا کې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ۱۶ تنه زندانیان له بنده خوشي شول.

ددې ولایت والي مجیب الرحمن څمکنی له خوشي شویو بندیانو وغوښتل چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ټولې سپارښتنې پر ځان او په خپلې ټولې کورنۍ پلې کړي.دا په داسې مهال ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو عمومي رئيس د مارچ ۲۶مه په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان کړی وو، چې د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه به له افغان زندانونو شاوخوا ۱۰ زره بنديان خوشي شي.

دوی دا اعلان هغه وخت وکړ چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د زندانيانو د خوشي کولو فرمان صادر کړ.

افغان حکومت ویلي، هغه زندانیان خوشي کوي چې د کورونا وېروس له زیات خطر سره مخ دي.