BBC
 شاته

کابل کې محدودیتونو د کسبګرو د ورځې مزودري هم ختمه کړې

ودانیزې چارې د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption یو شمېر خلک د محدودیتونو هرکلی کوي، خو د نورو خلکو د ورخې مزدروي یې ختمه کړې

د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د لګېدلیو محدودیتونو تر ډېره هرکلی شوی، خو د ځینو کسبګرو او مزدورکارو ګټه وټه هم ورسره بنده شوې ده.

یکشنبه په کابل کې د حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونو جدي وو.

امنیتي ځواکونه د ښار بیلا بیلو برخو کې ولاړ وو د سورلۍ موټر یې تګ راتګ ته نه پریښودل، خو په ټوله کې دغه چاره بیا د ښار مرکزي برخو کې ډېره څارل کېده.

ان تر دې چې هغه کسانو ته هم اجازه نه ورکول کېده چې د کورونا وېروس د مخنیوي د کمېټې د اعلامیې له مخې ورته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوی وه.

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي روان محدودیتونه ګټور بولي، خو ځینې نور بیا وايي چې روان وضعیت یې پر کار یا مزدورۍ ناوړه اغیز کړی.

پلازمینې کابل او یو شمېر ولایتونو کې داسې کورنۍ شته چې ورځ کار کوي او دشپې ډوډۍ لپاره پیسې پیدا کوي.

شمس الله د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کې مستري دی او وايي، دې ته اندیښمن دی چې په دې موده کې خپلې اووه کسیزې کورنۍ ته به ډوډۍ له کومه پیدا کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه به کابل او ځینو نورو ښارونو کې محدودیتونه لګېدلي

خو د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي د اړمنو او بې وزله کسانو د شمېر مالومولو او راجستر کولو کار روان دی او کېدای شي په نږدې وخت کې ورسره د مرستو لړۍ پیل شي.

د افغانستان په څېر یوه هېواد کې کېدای شي د اړمنو کسانو کره او بشپړ شمېر مالومول ستونزمن وي خو د وروستیو شمېرو له مخې د دغه هېواد له ۵۰ سلنې زیات وګړي په هر اړخېز فقر کې ژوند کوي.

په یو شمېر ولایتونو کې سوداګرو هم بې وزلو سره د مرستو ژمنه کړې ده. په ننګرهار کې تر پرونه شاوخوا ۹۰ زره ډالره مرسته شوې پیسې ټولې شوې دي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې ځينو لوبغاړو هم د اړمنو کسانو د لاسنیوي ټټر وهلی.

د بېلګې په توګه راشد خان په خپله شخصي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په دغو سختو حالاتو کې له خلکو سره مرستې کوي او دا کار خپل مسولیت ګني.