BBC
 شاته

څنګه فضايي اډه له میکروبونو پاکه ساتلی شو؟

د اندېښنې خبره ده مېکروبونو د تشیال مرکز د کړکیو شاوخوا ربړونه خوړلي و. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اندېښنې خبره ده مېکروبونو د تشیال مرکز د کړکیو شاوخوا ربړونه خوړلي و.

د روسي تشیالي مرکز 'میر' تر ۱۹۹۸پورې په فضا کې ۱۲ کاله ګرځېدو او له وخت سره سره دې تشیال ته د برېښنا په لېږد، کمپیوټري سیسټم او د تودوخې په کابو کولو کې ستونزې پیل شوې وې.

وروسته بیا د دې تشیال کارکوونکو پر مېکروبونو څار پیل کړ او په پایله کې ترلاسه شويو معلوماتو دوی سخت حیرانه کړل، هغه دا چې کله یې د دې ځانګړي تشیال تختې لېرې کړې، ویې لیدل چې په منځ کې یې خړې اوبه وې چې له څېړلو وروسته معلومه شوه، دا اوبه له مېکروبونو او باکتریاوو ډکې وې.

تر دې د زیاتې اندېښنې وړ خبره بیا دا چې دې مېکروبونو د تشیال مرکز د کړکیو شاوخوا ربړونه خوړلي و، نه یوازې دا موجودات، چې تېزابي مواد خارجوي، برېښنایي مزي هم خوري.

د انځور حقوق NASA
Image caption د میر فضايي اډې له تجربو څخه ساینسپوهان په دې هم ځوریږي چې په دې مرکز کې به داسې کوم میکروبونه وي چې له امله به یې یاده اډه زیان وویني؟

کله چې د 'میر' فضايي مرکز کوم ډول له ځمکې تیرېږي، نو انجنیران یې په بشپړ پاکو خونو کې چمتو کوي، محافظتي ماسکونه او جامې ور اغوندي. بېلابېلو وختونو کې پر تشیال مرکز نا اړین مېکروبونه راځي او په دې لابراتوار کې یې خپل کور جوړ کړی دی. مېکروبونه زموږ په ژوند او بدن کې راسره وي.

د معدې له مېکروبونو نیولې، ان د بدن تر باکتریاو پورې، زیانمن شوی پوستکی خوري، اټکل کېږي چې له نیمايي زیات زموږ د بدن ژوڼکې (حجرې) انساني نه دي.

ډېری باکتریاوې ګټورې وي، چې موږ سره د ډوډۍ په خوړلو او له ناروغۍ څخه په خوندي کېدو کې مرسته کوي. موږ چې چېرته هم ځو، له ځانه سره دا ژوندی موجود هم لېږدوو، خو کله چې دغه موجود تشیال ته رسېږي خپل ژوند په خپله تنظیموي.

په اوس وخت کې چې نړۍ د کورونا له وېروس سره په مبارزه بوخته ده، په زړه پورې پوښتنه دا ده چې په فضا کې د فضايي مرکز څنګه له میکروبونو پاک کړو؟

د میر فضايي اډې له تجربو څخه ساینسپوهان په دې هم ځوریږي چې په دې مرکز کې به داسې کوم میکروبونه وي چې له امله به یې یاده اډه زیان وویني؟ ان دا چې د هغه ځای ستورزمزلي له کومو ګواښونو سره مخ کوای شي.

ساینسپوهانو دا موندلې چې په نړیوالې فضايي اډې کې هم ۵۵ ډوله باکتریاوې شته.

د انځور حقوق GETTY IMAGES/NASA

د اروپا فضايي ادارې د ستورو د خوندیتابه رییس جرهارډ کمینک وايي، چې ستورمزلي فضايي جامې اغوندي چې ژوندی يې وژغوري خو دا جامه بیا هم میکروبونه ځان سره خوندي کوي، ګواښ دا دی څنګه ډاډه شو چې د فضايي جامو له پاسه انساني میکروبونه نشته؟

د نړۍ ټولې فضايي ادارې هم خپلې خپلې نظریې وړاندې کوي چې څنګه کولی شو، مریخ د انساني ماموریت په دوران کې له زیانه وژغورو.

له دې هم زیات د اندېښنې خبره دا ده چې له مریخ څخه هېڅ شی ځمکې ته رانه شي، په دې هم کار کېږي چې له مریخ څخه ځمکې څنګه خاورې او کاڼې راوړل شي او دا هم ممکنه ده چې د څېړلو لپاره څو نمونې راوړل شوي او پکې د ژوند کولو شونتیا ښکاره شي.

د انځور حقوق NASA

مایکرو بایولوژیست اوسمهال د بل څه په لټه کې دي،۵۰ کاله مخکې د اپولو ماموریت په جریان کې، په سپوږمۍ کې د انساني کثافاتو ۹۶ کڅوړې پاتې وې.

ناسا هیله لري چې راتلونکې لسیزه کې کله چې انسان سپوږمۍ ته بېرته ستنیږي، ځینې هغه کڅوړې به بېرته ورسره راوړي څو ولیدل شي چې ایا دا باکتریا لاهم ژوندي دي؟ که دا مکروبونه ژوندي وو، نو ساینسپوهان به د انساني مایکرو بایوم په اړه نور معلومات ومومي.