جلال اباد کې د کورونا وېروس د تشخیص مرکز پرانیستل شو
افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو د شمېر ډېرېدو سره سم د دې وېروس او ناروغۍ د تشخیص درېيم مرکز یکشنبه جلال اباد کې پرانېستل شو. دې مرکز کې به د ننګرهار او ګاونډیو ولايتونو د کورونا وېروس مشکوکې پېښې معاینه او تشخیص کېږي.
تر اوسه د کورونا وېروس پېښې د کابل او هرات په لابراتوارونو کې مالومېدې، خو د عامې روغتيا وزارت وايي، اوس به هره ورځ سل بېلګې په ننګرهار کې هم ازميل کېږي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په ځېنو سيمو کې ګرځبنديز لګيدلی، د روغتيا وزارت وايي، په تېرو څلروېشت ساعتونو کې په کورنا د اخته کسانو شمېر لوړ شوی او له درې تازه پېښو سره ۱۲۰ ته ورسېد.
دوه تازه پېښې په هرات کې او يوه بله پېښه په نيمروز ولايت کې ثبت شوې ده.
افغانستان کې تر اوسه په کویډ ۱۹ رنځ د اخته کسانو له ډلې ۴ کسانو خپل ژوند بايللی او پنځه نور بيا له دې ناروغۍ ښه شوي دي.
همدا راز د افغانستان حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د ګواښ له امله د ياد وېروس د مالومولو زرګونه نور کیټونه راغوښتي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد احمد مايار وایي، د روغتونونو د ظرفيت لوړولو لپاره له اماراتو د ۲۵ زره او له چين د ۵۵ زره د کورونا مالومولو روغتيايي کېټونو یا وسایلو د رالېږدولو هڅې روانې دي.
د یاد وزارت چارواکي دا هم وايي چې د کوېډ ۱۹ ناروغانو درملنې لپاره د بيلولو یا تجرید مرکزونو کې د بسترونو شمېر ۲۰ زرو ته لوړوي.
د افغان چارواکو په وينا اوس مهال د هېواد په کچه د کورونا وېروس ناروغانو لپاره ۱۳ سوه ځانګړي بسترونه شته، او په ټوله کې په روغتونونو کې د روغتیايي چوپړ بسترونه تر لس زرو اوړي.