BBC
 شاته

د سولې خبرې: پومپيو د افغان حکومت مرکچي پلاوي جوړېدو ستاینه وکړه

مایک پومپیېو د انځور حقوق Getty Images
Image caption مایک پومپیېو، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د چمتو کولو له امله د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله مننه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپيو، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د چمتو کولو له امله د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله مننه کړې ده. هغه همدا راز د طالب بندیانو خوشې کولو ته د افغان دولت ژمنتیا ستایلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله دا غږ هم کړی، چې د ټولګډوني حکومت د جوړولو هڅو ته هم ژمنتیا وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له تازه څرګندونو مخکې د افغان سولې لپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هم د حکومت له خوا د مرکچي پلاوي د اعلانولو هرکلی کړی و. خو د مایک پومپيو غبرګون په داسې وخت کې راغی، چې څو ساعته مخکې طالبانو د ارګ له خوا اعلان شوي پلاوي سره مخالفت وښود. د دې ډلې ویاند رسنیو ته په استولي ویناپاڼه کې ویلي چې حکومت په افغان کړکېچ کې یوازې یو لوری دی او په وینا یې په مرکچي پلاوي کې باید د نورو ښکېلو خواوو استازو ته هم ځای ورکړل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د يوې ډلې په توګه ګډون کولی شي

خو د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ټینګار کړی، چې دغه مرکچي پلاوی یې له هر اړخیزو مشورو وروسته ټاکلی دی. د دغه وزارت ویاندې پر ټوېټر لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو یوازنی لوری د افغانستان دولت دی او په وینا یې له همدې امله دولت د مرکچي پلاوي د ټاکنې واک لري. هغې دغه راز پر طالبانو غږ کړی، چې د خبرو اترو د مقابل لوري په دنننیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

خو مخکې د عبدالله عبدالله یوه ویاند، امید میثم، هم د حکومت له خوا پر اعلان شوې مرکچي ډله نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې په وینا یې دغه ډله ټولیزه نه ده. ښاغلي میثم بي بي سي ته ویلي، چې په دې اړه باید نورې سلا مشورې او خبرې اترې هم وشي.

د افغان حکومت له خوا اعلان شوي پلاوي کې ۲۱ کسان دي، چې مشري یې د څارګرې ادارې، ملي امنیت، مخکنی مشر معصوم ستانکزی کوي.

په دغه پلاوي کې پینځه مېرمنې هم دي. همدا راز د یو شمېر سیاسي مشرانو زامن هم په کې ځای شوي دي، لکه د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور زوی خالد نور، د مطلب بېک زوی متين بېک او د ملا نقيب الله زوی کليم الله نقيبي.

په ورته وخت کې افغان حکومت ويلي، کابل ته د هغه پلاوی راتګ ځنډېدلی چی د حکومت په زندانونو کې د بنديانو پېژندنه وکړي. له مخکنۍ یو ورځنۍ ځنډېدنې وروسته ټاکل شوې وه چې دا پلاوی پرون کابل ته لاړ شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان حکومت دوې ورڅې وړاندې له طالبانو سره د سولې لپاره ۲۱ کسيزه پلاوی اعلان کړی و

افغان حکومت، که څه هم د طالبانو د تخنيکي پلاوي د ورتګ کره نېټه نه ښيي، خو د ملي امنیت شورا ویاند، جاوېد فیصل، وايي په نژدې وخت کې به دغه پلاوی کابل ته ورشي: "د عمر، روغتیايي وضعیت او د کورونا د وژونکي وېروس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتو سره به سل تنه زندانیان د بشر دوستۍ له مخې خوشي شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په کابل کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګېدلو بندیزونو له امله د سره صليب کمېټې ترې غوښتي چې په تمه پاتې شي: "دا چې لېږد د سره صلیب په مرسته کېده، د دې ادارې په وینا چې پرسونل یې کم و او دا چې کابل قرنطین دی، د دې ادارې چارواکو ویلي چې همکاران یې رخصت دي او دا سفر یې ځنډولی دی."

د طالبانو ویاند ویلي و، چې کابل ته د دوی ورتلونکی پلاوی د سولې له خبرو سره تړاو نه لري او په وینا یې یوازې د خپلو خوشې کېدونکو بندیانو د پېژندنې او د دغه بهیر د څارنې لپاره ورځي.