شاته

ټرمپ کرونا ویروس سره د مقابلې ۲.۲ تریلیون ډالره مرسته توشیح کړه

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د کرونا ویروس د اقتصادي زیانونو سره د مبارزې په هدف د ۲.۲ تریلیون ډالرو کمکي بسته توشیح کړه.

نوموړي دا بسته د جمعې په سپینه ماڼۍ کې په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي قانون جوړونکي او د حکومت جګپوړي چارواکي هم ورسره وو، لاسلیک کړه او هغه یې د امریکایانو لپاره ډیره مهمه وبلله.

ښاغلي ټرمپ وویل: "له تاسو ټولو ډیره مننه کوم. دا ډیره مهمه ورځ ده. زه به د امریکا په تاریخ کې ټر ټولو ستره اقتصادي بسته لاسلیک کړم. دا د هر هغې بستې څخه دوه برابره لویه ده چې تر اوسه لاسلیک شوې ده."

د امریکا جمهور رئیس د کومکي بستې د سند د لاسلیک پرمهال د دواړو ګوندونو له غړو چې امریکا ته یې لومړیتوب ورکړی، مننه وکړه.

اوس به کورنیو او افرادو ته په مستقیم ډول چکونه ولیږل شي، د وزګاري امتیازات به پراخ شي، ډیر بوخت روغتونونه او صحي مراکز به د حکومت مرسته ترلاسه کړي او په سل ګونه میلیارده ډالره به د مرستې او قرضې به شکل وړو تجارتونو او لویو کمپنیو ته ورکړل شي.

ددې پلان له مخې به هر مجرد امریکايي ۱۲۰۰ ډالر، واده شوي جوړه ۲۴۰۰ ډالر او هر ماشوم ته به ۵۰۰ ډالره ورکړل شي.

کرونا ویروس تر اوسه په ټوله امریکا کې له ۱۷۰۰ کسانو ډیر ډیر وژلي او تر یوسلو څلور زرو څخه ډیر په دې ویروس ککړ شوي دي.

یوازې د امریکا په نیویارک کې کرونا ویروس تر اوسه ۵۱۹ کسان وژلي او څه باندې ۴۴ زره نور کسان په دې ویروس ککړ شوي دي.

په داسې حال کې چې دا ویروس په هغه ایالت کې سخت حالت ته رسیږي ، چارواکي هڅه کوي څو پرې نږدي تر ټاکلي حد څخه په روغتون کې ناروغان زیات شي.

په نیویارک کې د کرونا ویروس څه باندې شپږ زره ناروغان بستر شوي چې یو زرو شپږ سوه یې عاجله برخه کې دي.

د ډیرو کسانو لپاره به کرونا ویروس یوازې د تبې او ټوخي په شان تکلیف رامنځ ته کړي خو د ډیر عمره کسانو لپاره چې له وړاندې صحي مشکل لري کولای شي د سینه بغل په شان جدي مشکلات رامنځ ته کړي.