BBC
 شاته

کورونا وېروس: ايټاليا کې د مړينې شمېر له ۱۰ زرو واوښت

نیویورک د انځور حقوق Reuters
Image caption تراوسه په ایټاليا کې ټولټال ۱۰ زره کسان له کورونا وېروس مړه شوي

د ايټاليا لپاره د شنبې ورځ هم خونړۍ وه، په دې هېواد کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د کورونا وېروس له امله ۸۸۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تراوسه په ایټاليا کې ټولټال ۱۰ زره کسان له کورونا وېروس مړه شوي، ۹۲ زره پرې اخته دي او له ۱۲ زرو زيات بيا ترې روغ شوي‌ دي.

اروپا اوس چې اوس د کورونا وېروس پر مرکز اوښتې ده. په دې لويه وچه کې تراوسه ۲۰ زره کسانو د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په بريتانيا کې د شنبې په ورځ د ۲۰۰ کسانو له مړينې سره په دې هېواد کې د قربانیانو شمېر له زرو واوښت او د رسمي شمېرو له مخې دلته له ۱۷ زره زيات کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي.

د بريتانیا د روغتيا ملي اداره وايي، که په دې هېواد کې د ''مړينې شمېر له ۲۰ زرو لږ وساتو موږ به ډېر ښه کار کړی وي''.

د اروپا په يوه بل هېواد اسپانيا کې بيا د مړينې شمېر له پنځو زرو اوښتی. په تېره يوه شپه او ورځ کې د کورونا وېروس له امله ۸۳۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې سره د مړينې شمېر ۵۶۹۰ تنو ته رسېږي.

په دې هېواد کې بیا د ۷۲ زره کسانو د کورونا وېروس معاينات مثبت راختلي دي.

کورونا
کورنا

د وروستيو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له ۶۰۰ زرو زياتې پېښې ثبت شوې دي. او نژدې ۳۰ زره کسان ترې مړه شوي دي.

د جان هاپکېنز پوهنتون چې په نړیواله کچه د کورونا وېروس د پېښو شمېر ثبتوي، وايي، د روانې مارچ میاشتې پر شپږمه ۱۰۰ زره کسان پر کورونا وېروس اخته وو، د مارچ پر ۱۸ نېټه دغه شمېر ۲۰۰ زرو او پر ۲۱ نېټه ۳۰۰ زرو ته ورسېد.

در لومباردی شمار مردگان به سرعت افزایش می‌یابد د انځور حقوق EPA
Image caption د وروستيو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له ۶۰۰ زرو زياتې پېښې ثبت شوې دي

پنځه هېوادونه چې د کورونا وېروس ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي:

امريکا: ۱۰۴۸۶۵

ايټاليا: ۸۶۴۹۸

چين: ۸۱۹۹۶

اسپانيا: ۷۲۲۴۸

جرمني: ۵۳۳۴۰

په اسيا کې له چين وروسته کورونا وېروس ايران ډېر ځپلی دی، په دې هېواد کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۳۹ کسان مړه شوي چې له دې سره د مړينې شمېر ۲۵۱۷ ته رسېږي او ۳۰۷۶ پېښې په کې ثبت شوې دي.

د اسيا په يوه بل هېواد پاکستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۵ سوو ته رسېدلی او ۱۲ کسان ترې مړه شوي دي، چې پنځه تنه پنجاب، څلور خيبرپښتونخوا او يو يو په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې دي.

په افغانستان کې بيا د کورونا وېروس لږ تر ږه ۱۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت ويلي تر دې مهاله درې کسان ترې مړه شوي‌او پنځه تنه نور ترې رغېدلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي‌ دي.

په امريکا کې د کورونا نیولو کسانو شمېر ۱۱۲ زرو ته ورسېد.له دې سره امريکا هغه هېواد دی چې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي او نژدې ۱۷ سوه امریکایان ترې مړه شوي دي.