شاته

ښايي هند کې یو مذهبي مشر ۱۵زره کسان په کرونا اخته کړي وي

په هند کې د کرونا له کبله د یو مذهبي مشر له مړینې وروسته هغه شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان قرنطین شوي چې له دغه مشر سره یې تګ راتګ او تماس درلوده.

کروناویروس دغه ۷۰ کلن مذهبي مشر بلدیف سنګ مړ کړ.

بلدیف سنګ تازه له ایټالیا څخه خپل هېواد ته ستون شوی و. ایټالیا په اروپا کې د کروناویروس لوی مرکز بلل کیږي‌ او تر نورو اروپایي هېوادونو ډېر په کرونااخته کسان لري.

هند ته له راګرځېدو وروسته معلومه شوه چې دغه مذهبي مشر په کرونا اخته دی خو بیا یې هم ځان قرنطین نکړ بلکې د پنجاب ایالت په ډېرو کلیو او بانډو کې وګرځېده، د خپل مذهب تبلیغ یې وکړ او بلاخره کرونا مړ کړ.

اوس داسې اندېښنې شته چې ښايي د هغه له کبله زرګونه کسان په کرونا اخته شوي وي. دا په هند کې د کروناویروس تر ټولو خطرناکه او نوې پېښه بلل کیږي.

حکومت هغه کلي ‌او بانډې د ۲۱ ورځو لپاره قرنطین کړي چې بلدیف سنګ په کې ګرځېدلی او له خلکو سره یې لیدلي او تماسونه نیولی دي. همدغه راز د قرنطین شوي کليو اوبانډو هر کور ته جلا ډوډۍ استول کیږي.

د بنګا د ناحیې یو مشر ګورو جین د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په هغه کلي کې یې د ۱۵ او ۲۰زره ترمنځ خلک قرنطین کړي چې بلدیف سنګ په کې ژوند کاوه. هغه وايي‌ صحي ډلې یې دا کلي او دا خلک کلک څاري.

د سیمه ایزو پولیسو یو مشر وینای بوبلاني وویل چې ۱۹ هغه کسان چې له ښاغلي سنګ سره یې راشه درشه لرله په کرونا اخته شوي‌ او د ۲۰۰ نورو نتیجې لا معلومې نه دي.

د هند د راجستان ایالت په یو کلي هم همداسې یوه پېښه شوې او دوه کسان مړه شوي دي.

د امریکا د جان هاپنکنز معلوماتي مرکز وایي‌چې په هند کې تر دې دمه د کروناویروس ۹۴۴ پېښې شوي‌ دي او ۲۰ تنه مړه شوي‌دي.

په ټولې نړۍ کې تر دې دمه ۶۰۱۴۷۸ کسان بیا په دغه ویروس اخته شوي او څه باندې ۲۷۰۰۰ کسان مړه شوي دي.